تازه خبرونه

د پاکستان بحري ځواکونو په عرب سمندر کې ریسکیو عملیات، هندي عمله وژغورل شوه

د پاکستان بحري ځواک د عرب سمندر کې د خراب موسم او تخنیکي ستونزې ښکار هندي بېړۍ “ایم وي ګوتم” عمله د ممبۍ په غوښتنه پر وخت وژغورله
د تخنیکي خرابۍ وروسته هندي بېړۍ "ایم وي ګوتم" د فریګیټ "کشمیر" له خوا وژغورل شوه

د تخنیکي خرابۍ وروسته هندي بېړۍ "ایم وي ګوتم" د فریګیټ "کشمیر" له خوا وژغورل شوه

د پاکستان بحري ځواک د انساني همدردۍ له مخې په عرب سمندر کې یو مهم عملیات ترسره کړل او د سمندر په منځ کې بند پاتې د هندي بېړۍ عمله یې وژغورله. دا ریسکیو عملیات د ممبۍ د “مرین ریسکیو کوآرډینیشن سنټر” له بیړنۍ غوښتنې وروسته سمدستي پیل شول

د معلوماتو له مخې، هندي بېړۍ “ایم وي ګوتم” له عمانه هند ته روانه وه چې د سمندر په منځ کې له جدي تخنیکي او میخانیکي ستونزو سره مخ شوه، له امله یې بېړۍ او عمله له خطر سره مخ شول. د ممبۍ له خوا د مرستې غوښتنې سره سم، د پاکستان بحري ځواک خپله فریګیټ “کشمیر” سمدستي د مرستې لپاره واستوله

د پاکستان بحري ځواک فریګیټ “کشمیر” د پېښې ځای ته په رسېدو سره هندي عمله خوندي ځای ته انتقال کړه او هغوی ته یې اړینه بشري مرسته هم برابره کړه. دا پر وخت اقدام د نړیوالو سمندري قوانینو او د انساني همدردۍ د لوړو اصولو څرګند ثبوت دی، چې له امله یې یو لوی احتمالي ناورین مخه ونیول شوه

د کراچۍ د پولیسو عملیات: کوچنۍ نجلۍ د ترهګرۍ له جال وژغورل شوه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *