د باجوړ په پولهییزه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پراخ عملیات؛ لس وسلوال وژل شوي

په باجوړ کې د وسلوالو پر ضد عملیات؛ سیمه کلابنده او تصفیوي اقدامات روان دي
اسلام آباد مذاکرات: امریکا او ایران بې نتیجې، جي ډي ونس بېرته ولاړ

د ایران له ۱۰ غوښتنو څخه امریکا ۸ منلې دي له همدې امله “اسلام آباد اکارډ” جزوي بریا بلل کېږي، او پاتې موضوعاتو باندې به نورې خبرې اترې هم کېږي
افسانوي سندرغاړې آشا بهوسلې د ۹۲ کلونو په عمر وفات شوه

د هغې پر وفات د مینهوالو او د شوبز د شخصیتونو له خوا ژوره خواشیني څرګنده شوې ده، او ویل کېږي چې د هندي موسیقۍ په تاریخ کې به د هغې خدمتونه تل په یاد وساتل شي
ایران–امریکا مذاکرات کې ځنډ: پنځه لوی اختلافات چې د ممکنه تړون پر لاره خنډ شوي دي

اصلي شخړه د ایران د اټومي پروګرام پر سر ده، چیرې چې امریکا له ایران څخه بشپړ ډاډ غواړي چې نه یوازې اټومي وسلې به نه جوړوي، بلکې د یورانیمو د غني کولو وړتیا به هم له منځه یوسي
اسلام آباد مذاکرات: پاکستان د میډیا “سرکس” مخه ونیوله، نړیوال ملاتړ یې ترلاسه کړ

امریکايي خبریاله کیټلین ډورن بوس دا نیوکه رد کړه او ویې ویل چې د سولې مذاکراتو ته د هرې شېبې سرلیکونو اړتیا نه وي. د هغې په وینا دا بهیر د میډیا د پوښښ لپاره نه، بلکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وي، او پاکستان د کوربه په توګه مسؤلانه رول ادا کړی دی
اسلام آباد د خبرو اترو وروسته بیان: امریکا د ایران باور ترلاسه کولو کې ناکام شوی دی

قالیباف د پاکستان له میزبانی او د مذاکراتو د بهیر د اسانه کولو له هڅو مننه وکړه. هغه وویل چې ایران په مذاکراتو کې په نیک نیت او جدي ارادې سره ګډون کړی و، خو د تېر تجربو له امله پر مقابل لوري بشپړ باور ممکن نه دی
امریکا–ایران تنازع: جګړه، سفارتکاري او د اسلام آباد مذاکرات له پیل څخه تر اوسه پورې

دا خبرې په داسې پېچلي چاپېریال کې ترسره شوې چې پکې له مخکې نه بېباوري موجوده وه، له همدې امله په یوه ناسته کې د کومې هوکړې رامنځته کېدل ممکن نه وو. د هغوی په وینا د هرمز تنګي او د اتومي پروګرام په څېر موضوعات ډېر حساس دي او په اړه یې سمدستي توافق نه شي کېدای
د ګوادر سره نږدې د پاکستان کوسټ ګارډ پر کښتۍ برید: درې اهلکار شهیدان شول

په شهیدانو کې نائیک افضل، سپاهي جمیل او سپاهي عمیر شامل دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې کښتۍ د ساحل له خوا په نښه شوې وه، په داسې حال کې چې چارواکو دا پېښه “له ځمکې څخه د سمندر لوري ته ډزې” بللې دي
مذاکرات ناکام شوي نه دي

د پېښو ترتیب دا ښيي چې ښايي دا قوي هیله وه چې دا جګړه د ایران او عرب ترمنځ جګړې ته واړول شي، خو دا کار ممکن نه شو، او دا د پاکستان له امله ونه شو
د اوربند پراخوالی: د ایران او امریکا په خبرو کې د لبنان پر بریدونو د بندولو موافقه وشوه

امریکا په رسمي توګه ډاډ ورکړی چې اسرائیل به د لبنان په حدودو کې نور پوځي عملیات نه کوي، چې دا د سیمې د کړکېچ کمولو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي
