تازه خبرونه

اسلام آباد د خبرو اترو وروسته بیان: امریکا د ایران باور ترلاسه کولو کې ناکام شوی دی

قالیباف د پاکستان له میزبانی او د مذاکراتو د بهیر د اسانه کولو له هڅو مننه وکړه. هغه وویل چې ایران په مذاکراتو کې په نیک نیت او جدي ارادې سره ګډون کړی و، خو د تېر تجربو له امله پر مقابل لوري بشپړ باور ممکن نه دی
ایران خپل ملي حاکمیت او اصولي دریځ ته ژمن دی او د ولس د حقونو د ساتنې لپاره سفارتکاري او نورې لارې هم مهمې ګڼي

ایران خپل ملي حاکمیت او اصولي دریځ ته ژمن دی او د ولس د حقونو د ساتنې لپاره سفارتکاري او نورې لارې هم مهمې ګڼي

اسلام آباد کې د امریکا سره له مذاکراتو وروسته د ایران د پلاوي مشر او د پارلمان سپیکر محمد باقر قالیباف لومړنی رسمي بیان خپور شوی، چې پکې یې ویلي امریکا د ایران منطق او اصول درک کړي، خو د اعتماد ترلاسه کولو کې ناکام پاتې شوی دی

ټولنیزو رسنیو خپاره شوي بیان

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي بیان کې قالیباف د پاکستان له میزبانی او د مذاکراتو د بهیر د اسانه کولو له هڅو مننه کړې. هغه ویلي ایران په مذاکراتو کې په نیک نیت او جدي ارادې سره ګډون کړی و، خو د تېر تجربو له امله پر مقابل لوري بشپړ باور ممکن نه و

هغه زیاته کړې چې د مذاکراتو پر مهال ایرانی پلاوي د راتلونکي لپاره څو عمل وړاندیزونه وړاندې کړي، خو د امریکا چلند د اعتماد جوړونې لپاره مناسب نه و د هغه په وینا اوس پرېکړه د امریکا په لاس کې ده چې ایا د ایران باور ترلاسه کولو لپاره جدي ګامونه پورته کوي که نه

قالیباف وویل ایران د خپل ملي حاکمیت او اصولي دریځ سره ولاړ دی او د ولس د حقونو د دفاع لپاره سفارتکاري او نورې لارې دواړه مهمې ګڼي هغه روښانه کړه چې د ایران لپاره مذاکرات د یوې ستراتیژۍ برخه ده، نه د کمزورۍ نښه

ایران د ۹۰ میلیونه وګړو هېواد

هغه زیاته کړه چې ایران د ۹۰ میلیونه وګړو هېواد دی او د سپریم لیډر تر قیادت لاندې یې وروستیو ننګونو ته قوي ځواب ورکړی دی. قالیباف په سړکونو راوتلي ولس ته هم درناوی وړاندې کړ او ویې ویل چې د ۴۰ ورځني ملي دفاع لاسته راوړنو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي

شنونکي وايي د قالیباف بیان ښيي چې ایران د مذاکراتو بهیر ته دوام ورکول غواړي، خو هر ډول ممکنه هوکړه د اعتماد جوړونې او اصولي برابرۍ سره مشروط ګڼي، په داسې حال کې چې د پاکستان میزباني د دې ټول بهیر مهم سفارتي پل بلل کېږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *