نو ایا مذاکرات ناکام شول؟ هېڅکله نه. بالکل ناکام نه دي. مذاکرات هم بریالي دي او پاکستان هم سرلوړی دی.
یو شور راپورته شوی چې ګواکې مذاکرات ناکام شوي او د امریکا مرستیال ولسمشر بېرته ستون شوی دی. ښايي له دې شور سره ځینې خلک په خپل دودیز زهري انداز کې طعنې هم وکړي، چې ګواکې پاکستانیان ډېر خوشحاله وو، خو اوس وګورئ چې مذاکرات ناکام شول.
خو حقیقت دا دی چې مذاکرات ناکام نه دي، بلکې بریالي شوي دي. پر دې دوړو مه غولېږئ؛ موضوع په زغم، سنجیدګۍ او ثبات سره وګورئ. پاکستان بریالی شوی او نن هم هماغسې سرلوړی ولاړ دی لکه پرون. د پاکستان بریاوې ډېرې مهمې او مانادارې دي.
لومړۍ لیدنه او طبیعي ستونزې
حتی په یو کلي کې هم که دوه دښمنې کورنۍ سره کښېني، ځینې وختونه په لومړۍ ناسته کې یخ نه ویلې کېږي. کله کله ویلې کېږي، خو ډېر وخت ته اړتیا وي دلته خو دوه هېوادونه سره کښېناستل. که په لومړۍ ناسته کې ټولې ستونزې حل نه شوې، نو پکې د اندېښنې څه خبره ده؟ مایوسي ولې؟
د خبرو اترو پای څه ښيي؟
په غور سره وګورئ چې د خبرو اترو په پای کې څه وشول:
امریکا وویل چې ایران زموږ خبره ونه منله، خو موږ خپله وړاندیز لا هم پر ځای پرېښی دی.
ایران وویل چې موږ خپله خبره کړې ده، اوس توپ د امریکا په میدان کې دی.
د دې خبرو مانا څه ده؟
د دې لومړۍ مانا دا ده چې خبرې پای ته نه دي رسېدلي، بلکې روانې دي. وړاندیزونه کېږي، ځواب ته انتظار هم شته او د ځواب لاره هم خلاصه ده.
دوهمه مانا دا ده چې دواړو لورو یو بل واورېدل، خپل دریځونه یې وړاندې کړل. موضوع پېچلې ده، نو دواړه به خپلو هېوادونو ته ولاړ شي، له مشرتابه سره به مشورې وکړي او خپل کورني ولس به هم په دې بهیر کې شامل کړي.
دا یو طبیعي کار دی، ځکه چې دا هېوادونه له کلونو نه، بلکې له لسیزو راهیسې په شدیدو اختلافاتو کې دي. دا ډول مسایل ناڅاپه نه حل کېږي؛ دا کار ورو ورو، د خلکو په قانع کولو سره ترسره کېږي.
فېس سېونګ (Face Saving) ولې مهم دی؟
لکه څنګه چې په جګړه کې د مخ ساتنې اړتیا وي، همداسې په مذاکراتو کې هم کله ناکله ورته اړتیا پیدا کېږي د کورني فشار (Domestic Blast) د مخنیوي لپاره، کله ناکله ځنډ، وقفه، او یو څه “که” او “مګر” هم د فېس سېونګ په توګه کار کوي ځینې وختونه فریقین داسې فکر کوي چې که په لومړۍ ناسته کې ډېر پرمختګ وشي، نو دا به د هغوی د غرور او وقار خلاف وي. نو ځکه مذاکرات ځنډېږي.
بیا څه کېږي؟ هماغه څه چې د اوربند پر مهال کېږي: منځ کې دوستان راځي، غوښتنه کوي، او دواړه لوري د هغوی د احترام لپاره خپل دریځ نرموي، تر څو د هغوی ملي وقار وساتي.
اوسنی حالت: لوبه لا روانه ده
دلته هم همدا حالت دی. د مذاکراتو لومړی پړاو ترسره شو. دواړه لوري سره کښېناستل، خبرې یې وکړې، او له هغه نظام سره یې هم خبرې وکړې چې د بدلولو خبره یې کېده.
وړاندیز لا هم موجود دی، او توپ لا هم د بل لوري په میدان کې دی. کله چې توپ په میدان کې وي، معنا دا چې لوبه لا ختمه شوې نه ده. لوبه لا پاتې ده، او هیله نوره هم زیاته شوې ده.
د پاکستان مهم رول
په همدې موده کې پاکستان یو ډېر مهم کار کړی دی. د مذاکراتو پر مهال یې خپل پوځیان سعودي عربستان ته واستول.ایران د هغه اخلاص او مینې قدردان دی چې پاکستان په مذاکراتو کې وښوده. کله چې د پاکستان پوځیان په سعودي عربستان کې وي، که حالت خراب هم شي، نو پر سعودي به د ایران برید ونه شي.
د لویې جګړې مخنیوی
که دا برید ونه شي، نو د عرب او عجم ترمنځ د جګړې سازش به ناکام شي. په بل عبارت، پاکستان دا پلان ناکام کړی، او دا یې په ډېرې هڅې سره کړی دی.
پایله
د پېښو ترتیب ښيي چې ښايي دا قوي هیله وه چې دا جګړه د ایران او عرب ترمنځ جګړې ته واوړي، خو دا کار ممکن نه شو. که دا ممکن نه شو، نو دا د پاکستان له امله ونه شو .