دوه پوښتنې ډېرې مهمې دي:
لومړۍ پوښتنه دا ده چې که د هرمز تنګه نوره هم د څه وخت لپاره بنده پاتې شي، نو تر ټولو زیات زیان به چا ته ورسېږي؟ اروپا ته که آسیا ته؟
دوهمه پوښتنه دا ده چې د هرمز تنګې بدیل لارې چې لټول کېږي، هغه کوم کوم دي او د هغو ګټه به چا ته ورسېږي؟ آسیا ته که اروپا ته؟
زموږ ګران وطن کې یو طبقه ورځ تر بلې د رحم وړ ګرځي. که پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او سولې هڅې وکړي، نو هغوی پرې هم اعتراض کوي، خبرې پرې کوي او عقدې پکې راټولوي. بل لور ته که د هرمز تنګې د بندېدو له امله د پټرولو قیمتونه لوړ شي، نو بیا پرې هم چیغې وهي.
دا باید پوه شو چې جګړه د کرکټ میچ نه وي چې وګورو، تالۍ ووهو، تبصرې وکړو او بیا کورونو ته لاړ شو. جګړه جګړه وي جناب، او خپل منطقي عواقب لري. هغه کسان چې جګړې ته شوق لري او د سولې هڅې ورته ښه نه ښکاري، هغوی دې د ګرانو پټرولو پر ضد هم اعتراض نه کوي، بلکې د ابرار الحق په مشرۍ دې نڅا وکړي.
زما درنو لوستونکو کې چې کوم “ډېر پوه” او “لوړ تعلیم یافته” خلک دي، که دا خبره نه شي درک کولای، نو خپل انقلابي نغمې دې ووايي او دا لیکنه دې همدلته پرېږدي. پاتې برخه د هغو لپاره ده چې زما په څېر نه ډېر لوړ تعلیم یافته دي او نه هم د ډېر مطالعې عادت لري.
نو پوښتنه هماغه ده چې د هرمز تنګې د بندېدو له امله به تر ټولو زیات زیان چا ته رسېږي، او د بدیلو لارو ګټه به څوک اخلي؟
هرمز تنګه بنده ده. اوس یې بدیل باب المندب دی. فرض کړئ باب المندب هم بند شي، نو څه به کېږي؟ د دې دواړو لارو بندېدو زیان به چا ته ډېر وي؟ بېشکه اروپا ته هم زیان رسېږي، خو ملا به د آسیا ماته شي.
د دې لارې له لارې د ایران د تیلو شاوخوا ۸۰٪ چین اخلي. که ایران بند شي، نو چین له تېلو محروم کېږي، او ایران له خپل لوی بازار څخه محروم کېږي. همدارنګه چین د سعودي عرب د تیلو له مهمو پیرودونکو څخه دی.
همدارنګه د خلیجي هېوادونو شاوخوا ۸۶٪ تیل آسیا ته ځي. که دا لارې بندې شي، نو آسیا به له ډېرو تیلو محرومه شي.
اروپا به بیا هم څه نا څه حل پیدا کړي، خو پوښتنه دا ده چې آسیا به څه کوي؟ او بیا دا هم پوښتنه ده چې پاکستان به څه کوي؟
د هرمز او باب المندب بدیل لارې هم شته، په عراق، شام، ترکیه، اردن او نورو هېوادونو کې متبادل لارې وړاندې کېږي. هر څوک وایي چې موږ بدیل لرو.
خو دا لارې که څه هم بدیل دي، د هرمز بشپړ ځای نه شي نیولای. هلته ډېرې ستونزې شته او د تېلو لېږد وړتیا هم محدوده ده.
خو مهمه خبره دا ده چې دا ټول بدیل لارې په پای کې اروپا ته رسېږي، نه آسیا ته. نو که سپلایي کم شي، اروپا به څه نا څه چلند وکړي، خو آسیا به تر ډېره اغېزمنه شي.
چین شاوخوا درې نیم میاشتې د تیلو ذخیره لري، خو موږ څه کوو؟ موږ به څو ورځې وځغلو؟
د بېلګې په توګه:
د عراق کرکوک–بانياس پایپ لاین، د قطر ګاز نل لیکه، د سعودي لارې، سویز کانال، ابو ظهبي پایپ لاین—دا ټول بدیل لارې شته، خو دا ټول په پای کې اروپا ته ځي.
نو پوښتنه هماغه ده: آسیا به چیرته ولاړه وي؟
زموږ ځوان نسل ته د سولې هڅې هم نه ښکاري او د پټرولو په ګرانېدو هم چیغې وهي. هغوی فکر کوي چې جګړه د ۹۲ نړیوال کپ دی—وګورو، خوشحالي وکړو او بیا کور ته لاړ شو
هغه کسان چې د سولې پر هڅو نیوکې کوي، باید پوه شي چې که د پاکستان د سولې ماموریت ناکام شي، نو پټرول به یوازې ګران نه وي، بلکې نایاب به شي
بیا به موږ یو، تاسو به یاست، د ډي چوک فضا به وي، او هر څه به د ګډوډ رقص په څېر وي