افغانستان د تېرو شلو کلونو جګړو له امله له سختو انساني او ټولنیزو زیانونو سره مخ شوی دی. په دې موده کې طالبان د جګړې یو مهم لوری پاتې شوی، چې د “جهاد” تر نوم لاندې یې جګړه مخته وړې او په بېلابېلو بریدونو کې ګڼ افغانان، په ځانګړي ډول ملکي وګړي، هدف ګرځول شوي دي.
نن طالبان په افغانستان واکمن دي، خو د ډېرو افغان ښځو لپاره دا بدلون د هیلو پر ځای د محدودیتونو او نامعلوم راتلونکي نښه ګرځېدلې، او ګڼې هیلې یې په اوبو لاهو شوې دي. افغان مېرمنې چې پخوا یې د زده کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې پرمختګونه کړي وو، اوس له سختو بندیزونو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه له ژورې اندېښنې سره ژوند کوي
د ښځو پر ژوند د طالبانو اغېزې
نن طالبان په افغانستان واکمن دي، خو د ډېرو افغان ښځو لپاره دا بدلون د هیلو پر ځای د محدودیتونو او نامعلوم راتلونکي نښه ګرځېدلې ده. هغه ښځې چې پخوا یې د زده کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې پرمختګونه کړي وو، اوس له سختو بندیزونو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه له ژورې اندېښنې سره ژوند کوي
له ايچ تي اين پښتو سره په خپلو خبرو کې نوموړې خپله د ژوند کیسه داسې بیانوي: هغه وايي، کوچنۍ وه چې طالبانو زموږ پر ښوونځي برید وکړ او زه پکې سخته ټپي شوم. زما سر سخت زیان ولید
هغې زیاته کړه، «په لومړني عملیات کې ډاکترانو هیله کمه بلله او ویل یې چې ښايي ژوندی پاتې نه شم، او که پاتې هم شم نو ممکن له دایمي معلولیت سره مخ شم. خو د وخت په تېرېدو او د دوهم عملیات له بریا وروسته بېرته ژوند ته هیلهمنده شوم»
نوموړې وايي، اوس ځان ښه احساسوي خو طالبانو بیا واک افغانستان انجونو حال ته اندیښمن کړې «که څه هم اوس په فزیکي ډول تر ډېره رغېدلې ده، خو د هغه برید اغېزې لا هم ورسره دي. تر نن ورځې د ساه بندۍ ستونزه لري او د پېښې رواني اثرات هم نه دي ختم شوي»
هغې د تېر او اوس ترمنځ توپیر ته په اشارې وویل« پخوا طالبانو ښځې او نجونې د بریدونو له لارې هدف ګرځولې، خو اوس چې واک ته رسېدلي، د ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ حقونه محدود شوي دي»
هغې زیاته کړه چې افغان مېرمنې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ د زده کړو دروازې پرې تړل شوې، د کار فرصتونه محدود شوي او ټولنیز حضور یې کمزوری شوی دی. د دې وضعیت له امله ډېری ښځې ځانونه بېوسه احساسوي او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
نوموړې ټینګار کوي چې د هغې په څېر زرګونه نجونې د طالبانو د تاوتریخوالي له امله اغېزمنې شوي، ځینې وژل شوي، ځینې ټپي شوي او ډېری یې له زده کړو او عادي ژوند څخه بې برخې پاتې شوې دي.
پایله
طالبان اوس په افغانستان واک لري، هغه هېواد چېرې چې شاوخوا پنځه میلیونه نجونې له زده کړو بېبرخې پاتې دي. په ورته وخت کې ښځې له اساسي بشري حقونو څخه هم محرومې دي. د روانو حالاتو په دوام سره اندېښنه شته چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان له جدي بېسوادۍ سره مخ شي، چې دا به د هېواد پر تعلیمي او صحي سکتورونو ژور او منفي اغېز وکړي.
نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو پر زده کړو بندیزونه پای ته ورسوي، خو تر اوسه د دغو غوښتنو پر ځای لا زیات محدودیتونه لګول شوي دي. دا وضعیت نه یوازې د افغان ښځو راتلونکی له خطر سره مخ کوي، بلکې د ټولنې پر عمومي پرمختګ او ثبات هم سیوری غوړوي.