اسلام‌آباد مذاکرات پای ته ورسېدل؛ امریکایي او ایراني وفدونه خپلو هېوادونو ته ستانه شول

اسلام‌آباد مذاکراتو د ایران او امریکا ترمنځ ډیالوګ پیاوړی کړ؛ پاکستان د کوربه او منځګړي په توګه مهم رول ادا کړ

نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل عاصم منیر، د ملي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایراني وفد مخه ښه وکړه

اسلام آباد مذاکرات: پاکستان د میډیا “سرکس” مخه ونیوله، نړیوال ملاتړ یې ترلاسه کړ

ځینو خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې شکایت کړی چې نړیوال میډیا اسلام آباد ته رابلل شوې او په یو عصري میډیا مرکز کې ځای پر ځای شوې، خو نه بریفنګ ورکړل شوی او نه هم د مذاکراتو بهیر ته مستقیم لاسرسی ورکړل شوی

امریکايي خبریاله کیټلین ډورن بوس دا نیوکه رد کړه او ویې ویل چې د سولې مذاکراتو ته د هرې شېبې سرلیکونو اړتیا نه وي. د هغې په وینا دا بهیر د میډیا د پوښښ لپاره نه، بلکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وي، او پاکستان د کوربه په توګه مسؤلانه رول ادا کړی دی

اسلام آباد د خبرو اترو وروسته بیان: امریکا د ایران باور ترلاسه کولو کې ناکام شوی دی

ایران خپل ملي حاکمیت او اصولي دریځ ته ژمن دی او د ولس د حقونو د ساتنې لپاره سفارتکاري او نورې لارې هم مهمې ګڼي

قالیباف د پاکستان له میزبانی او د مذاکراتو د بهیر د اسانه کولو له هڅو مننه وکړه. هغه وویل چې ایران په مذاکراتو کې په نیک نیت او جدي ارادې سره ګډون کړی و، خو د تېر تجربو له امله پر مقابل لوري بشپړ باور ممکن نه دی