پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې د منځګړیتوب رول یې تر پوښتنې لاندې راولي، او ویلي یې دي چې د هېواد ډیپلوماسي بېطرفه او د سیمهییزې سولې پر پیاوړتیا متمرکزه ده
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چې د ښارونو پر ضد د احتمالي بریدونو په صورت کې، هېواد به فوري او سخت ځواب ورکړي، او د ملکي وګړو هر ډول زیان به بې ځوابه پاتې نه شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له سفر وروسته په ناڅاپي ډول اسلامآباد ته د لنډې تمې لپاره راغلی، چې موخه یې د سیمهییز ثبات او ډیپلوماټیکو خبرو اترو پر موضوعاتو بحث بلل شوی دی
د بهرنیو چارو وزارت په مرکزي دفتر کې وینا پر مهال امیر خان متقي وویل چې په چین کې په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستي مذاکرات مثبتې پایلې لرلې دي