ممبۍ: د بالیووډ مشهور ستوری سلمان خان د ممبۍ په یوه روغتون کې د فوټوګرافرانو (پاپارازي) د ناسم چلند پر وړاندې سخت غبرګون وښود
کله چې هغه د سختې امنیتي محافظې لاندې له روغتون څخه بهر راووت، فوټوګرافرانو په لوړ غږونو سره د عکسونو اخیستلو هڅه کوله، چې له امله یې اداکار سخت ناراض شو او د غوسې نښې یې وښودې
له دې پېښې وروسته سلمان خان په خپل انسټاګرام اکاؤنټ باندې څو جذباتي او غوسهناک پوسټونه هم وکړل
هغه ولیکل چې ما تل له دې رسنۍ سره مرسته کړې، ورسره مې خبرې کړي او د هغوی د روزګار خیال مې ساتلی، خو که دا خلک زما له درد او زیان څخه پیسې جوړوي نو دا شرموونکې خبره ده
د فوټوګرافرانو پر چلند د سلمان خان غبرګون
هغه دا پوښتنه هم وکړه چې آیا د انسان ژوند له یوې عکس څخه کم ارزښت لري
هغه وویل که ستاسو د کورنۍ څوک په روغتون کې وي نو آیا زه به هلته داسې ننداره جوړ کړم
په خپله وروستۍ پوسټ کې سلمان خان وویل چې زه ۶۰ کلن شوی یم خو جګړه مې نه ده هېره کړې
هغه په طنزي انداز کې زیاته کړه چې تر ټولو زیات به څه وکړئ، زندان ته به مې واچوئ؟ هاها
د هغه د دې پوسټونو وروسته په سوشل میډیا کې پراخ بحث پیل شوی او ډېر مینهوال د روغتونونو په شان حساس ځایونو کې د شخصي حریم د نه احترام له امله د فوټوګرافرانو سخت مخالفت کوي
نور ولولئ
د ټک ټاکر ثنا یوسف د قتل کیس پرېکړه؛ محکمې ملزم عمر حیات ته د مرګ سزا او ۲۴ لکه روپۍ جرمانه ورکړه