تازه خبرونه

سایفر ډرامه ناسم، د پي ټي آی بیانیه پروپاګنډ ګڼل شوې

پوځي او سیاسي کارپوهانو وروستۍ د سایفر بیانیه له حقیقت لرې او د سوشل میډیا لپاره جوړه شوې پخوانۍ سیاسي کیسه بللې ده
دفاعي او سیاسي کارپوهانو د «سایفر» د بیانیې په اړه ویلي چې دا له حقیقت څخه لرې ده او ټینګار یې کړی چې د ادعا شوي

دفاعي او سیاسي کارپوهانو د «سایفر» د بیانیې په اړه ویلي چې دا له حقیقت څخه لرې ده او ټینګار یې کړی چې د ادعا شوي

د سایفر موضوع چې له ډېر وخت راهیسې د پاکستان په سیاست کې بحث لاندې دی، د دفاعي او سیاسي کارپوهانو له خوا یو ځل بیا د سوشل میډیا لپاره په نوې بڼه د وړاندې کولو هڅه بلل شوې او رد شوې ده. هغوی دا موضوع یوازې یوه پخوانۍ سیاسي کیسه او پروپاګنډ ګڼي چې د کوم “نه ردېدونکي ثبوت” پر ځای د سیاسي اړتیاوو پر بنسټ مطرح کېږي

د مبصرینو په وینا، د سفارتي سایفر له وجود څخه هېڅوک انکار نه کوي، خو اصلي پوښتنه دا ده چې آیا دا سند د یوې حکومت د نسکورولو لپاره د بهرني سازش ثبوت و؟ د ملي امنیت کمیټې په خپلو لوړو غونډو کې د سفارتي ژبې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ډیمارش یې هم جاري کړی و، خو وروسته دا نتیجه اخیستل شوې وه چې د پي ټي آی حکومت د لرې کولو لپاره د کوم بهرني سازش شواهد نشته

پي ټي آی سیاسي روایت

سیاسي شنونکي وایي چې پي ټي آی درې بېلابېل موضوعات—سفارتي مکالمه، د عدم اعتماد تحریک او خپلې سیاسي ناکامۍیوه ګډه کیسه ګرځولې ده. په حقیقت کې د عدم اعتماد تحریک یو آئیني او جمہوري عمل و، نه کوم بغاوت

عمران خان له واکه ځکه لرې شو چې د هغه سیاسي ملګرو یې ملاتړ پرېښود، د اکثریت شمېر یې ختم شو او هغه په پارلیمان کې خپله اکثریت نه شو ساتلی. شنونکي وایي چې دا سیاسي ماتې ته “بهرنی رژیم چینج” نوم ورکول یوازې له ناکامۍ تېښته ده

پټولو (کور اپ) دعوې

د “کور اپ” ادعا هم له خپلو کمزوریو سره مخ ده، ځکه موضوع د ملي امنیت په لوړه کچه وڅېړل شوه، ډیمارش صادر شو، محکمې ټول قانوني اړخونه وڅېړل او حتی اسلام‌آباد های کورټ په سایفر کیس کې اړوند کسان برائت ورکړ. دا ټول عمل د پټولو نه، بلکې د قانوني او شفاف پروسې نښه بلل شوې ده

د اقتصادي ستونزو تړاو

کارپوهان وایي د پاکستان اوسني اقتصادي او سیاسي مشکلات له اپرېل 2022 سره تړل حقیقت نه بلکې سیاسي پروپاګنډ دی. د هېواد اقتصادي ستونزې اوږدمهاله، ساختي او د تېرو لسیزو محصول دي چې د ناسمې حکمراني او نړیوالو اقتصادي فشارونو له امله زیاتې شوې دي

پایله

په مجموع کې، کارپوهان وایي چې سایفر یوازې سفارتي اندېښنه وه، نه د حکومت د نسکورولو ثبوت. د هېواد د اوسني وضعیت لپاره د نوي سیاسي بحران جوړول ګټور نه دي، بلکې پاکستان ته د ثبات، اصلاحاتو او آئیني نظم اړتیا ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *