تازه خبرونه

ناروې ژورنالیستې انسټاګرام حساب د مودي پوښتنې وروسته بند شو

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي څخه د مطبوعاتي ازادۍ په اړه د پوښتنې هڅه کوونکې د ناروې خبریاله هیلې لېنګ د انسټاګرام حساب د بندېدو له امله نړیوالې اندېښنې راپورته شوې دي
د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي څخه د پوښتنې راپورته کولو وروسته د ناروې خبریالې هیلې لېنګ د انسټاګرام حساب د معطل کېدو ادعا شوې

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي څخه د پوښتنې راپورته کولو وروسته د ناروې خبریالې هیلې لېنګ د انسټاګرام حساب د معطل کېدو ادعا شوې

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ناروې سفر پر مهال د مطبوعاتي ازادۍ په اړه د پوښتنې هڅه کوونکې مشهوره ناروېژۍ خبریاله هیلې لېنګ ادعا کړې چې د هغې د انسټاګرام حساب معطل شوی دی. هغې په «ایکس» کې د خپل حساب د بندېدو سکرین‌شاټ هم شریک کړی او ویلي یې دي چې د ورځې په اوږدو کې یې خپل حساب ته د ننوتلو ستونزې لرلې، تر دې چې بالاخره یې حساب بند شو

هیلې لېنګ ویلي چې دا د هغې د مسلکي ژوند له تر ټولو سختو تجربو څخه ده او دا یې د مطبوعاتي ازادۍ لپاره «کوچنی قیمت» بللی دی. د هغې په وینا، دا ډول اقدامات د حقیقت د بیانولو پر وړاندې یو ډول فشار او خنډ دی

دغه پېښه په نړیواله کچه د ډیجیټل حقونو فعالانو، خبریالانو او مبصرینو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده. ځینې شنونکي ادعا کوي چې د لویو ټکنالوژۍ شرکتونو دننه سیاسي اغېزې او شبکې د داسې پرېکړو تر شا رول لري

مبصرین دا عمل د بیان ازادۍ او نړیوالې صحافت پر وړاندې جدي اندېښنه بولي او وایي چې دا ډول پېښې د دې پوښتنه راپورته کوي چې ایا په معاصرو ډیموکراسيو کې د رسنیو ازادي په بشپړ ډول تضمین شوې ده که نه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *