د هند د لوېدیځ بنګال په حساس او ستراتیژیک «چرګ غاړه» دهلېز کې د ۱۲۰ ایکړه ځمکې مرکزي حکومت ته سپارلو پراخې نیوکې راپارولي دي. راپورونه وایي چې دغه ځمکه ظاهراً د دفاعي او سړک جوړونې پروژو لپاره ورکړل شوې، خو تر ټولو ستر احتمالي ګټه اخیستونکی د ګوتم اډاني صنعتي ډله بلل کېږي
سیاسي شنونکي وایي چې د حکومت له بدلون وروسته دا پرېکړه د اقتصادي او سیاسي ګټو یوه برخه ده. د دوی په وینا، اډاني ډله به نه یوازې د پراختیایي پروژو مهم قراردادونه ترلاسه کړي، بلکې په سیمه کې د پوځي لوژستیک او بنسټیزو تاسیساتو پر چارو به هم پراخ نفوذ ومومي
منتقدین ادعا کوي چې د نریندرا مودي حکومت د ملي شتمنیو، ستراتیژیکو سیمو او دولتي سرچینو کنټرول په تدریجي ډول لویو شرکتونو ته سپاري. د بندرونو او هوايي ډګرونو وروسته، اوس د هند پر حساسو سرحدي دهلېزونو د اډاني ډلې پراخېدونکی نفوذ د کارپوریټ انحصار د زیاتېدو څرګنده نښه ګڼل کېږي