تازه خبرونه

د ټک ټاکر ثنا یوسف د قتل کیس پرېکړه؛ محکمې ملزم عمر حیات ته د مرګ سزا او ۲۴ لکه روپۍ جرمانه ورکړه

عمر حیات ته د قتل په جرم د مرګ سزا ورکړل شوې او په نورو درېو مادو کې ورته درې ځله لس، لس کاله بند هم اورول شوي دي
معروف ټک ټاکر ثنا یوسف د ۲ جون ۲۰۲۵ په اسلام آباد کې د خپل کور دننه په بې‌رحمانه ډول وژل شوې وه

معروف ټک ټاکر ثنا یوسف د ۲ جون ۲۰۲۵ په اسلام آباد کې د خپل کور دننه په بې‌رحمانه ډول وژل شوې وه

اسلام آباد کې ډسټرکټ اینډ سیشن کورټ د ټک ټاکر ثنا یوسف د لوړ پروفایل قتل کیس کې خپله خوندي شوې پرېکړه واوروله او د جرم ثابتېدو وروسته یې مرکزي ملزم عمر حیات ته د مرګ سزا واوروله او همدارنګه یې ورته مجموعي ۳۰ کاله بند او ۲۴ لکه روپۍ جرمانه هم ولګوله

د عدالت د فیصلې له مخې عمر حیات ته د قتل د مادې تر لاندې د مرګ سزا ورکړل شوه او په کیس کې د شامل نورو درېو مختلفو مادو تر لاندې ورته درې ځله لس، لس کاله بندي سزاوې هم واورول شوې چې پکې د ډکیتۍ او غیر قانوني ډول د کور دننه د داخلېدو دفعات شاملې وې

د مقدمې د اورېدنې پر مهال عدالت ته قوي شواهد وړاندې شول چې پکې د موبایل چیټونو ریکارډونه، د ټیلیفون کال ډیټا او مهم سکرین شاټونه شامل وو چې د ثبوت په توګه وړاندې شول

د فارنزک راپور له مخې دا هم ثابته شوه چې د ثنا یوسف په موبایل کې د کاکا په نوم محفوظ شوی نمبر په اصل کې د ملزم عمر حیات و چې دا د قضیې مهم ثبوت و

د سماعت پر مهال د ملزم وکیل دا دریځ خپل کړ چې د هغه مؤکل ته باید د آئین د آرټیکل 10A له مخې د منصفانه محاکمې بشپړ حق ورکړل شي او عدالت باید د کوم بهرني فشار یا ادارو تر اغېز لاندې پرېکړه ونه کړي

خو د وکیل د دې خبرو پر مهال قاضي افضل مجوکه سخت غبرګون وښود او وکیل ته یې سپارښتنه وکړه چې عدالت ګمراه نه کړي او د بې ځایه دلایلو څخه ډډه وکړي

بل لور ته ملزم په محکمه کې د جرم انکار وکړ او ویې ویل چې له ثنا یوسف سره هېڅ ډول اړیکه نه لري او نه یې د قتل اعتراف کړی، خو د فارنزک او ډیجیټل شواهدو له مخې د هغه دا دعوه رد شوه

یادونه دا ده چې ثنا یوسف د ۲ جون ۲۰۲۵ په اسلام آباد کې د خپل کور دننه په بربریت سره وژل شوې وه او د پېښې وروسته قانون نافذو ادارو سمدستي اقدام وکړ او عمر حیات یې د ۳ جون ۲۰۵۵ په ورځ له جړانواله څخه ونیوه او وروسته له اوږدې محاکمې عدالت خپل پرېکړه صادره کړه

Related Articles

۲۵ پاکستانی زده‌کوونکي د یو کلن روزنیز پروګرام لپاره ووهان کالج ته تللي دي

May 19, 2026

مسجدونه په نښه کول د مذهبي ازادۍ او انساني وقار خلاف عمل دی

May 19, 2026

په سیمه کې د خوارجو تر بشپړ ختمېدو پورې کلیرنس عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په مؤثر ډول محاصره کړې ده

May 19, 2026

پاکستان سټاک ایکسچینج ۱۰۰ انډیکس ۱ لکه ۶۴ زره ۵۳ پوائنټونو تاریخي کچې ته ورسېد

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *