د افغانستان پخواني د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي د برتانوي پارلمان په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یوازې داخلي ستونزه نه ده، بلکې د سیمهییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ ګرځېدلی دی. هغه وویل چې د طالبانو تعلیمي نظام د نظریاتي تعلیم او د عصري ښوونیز جوړښت د له منځه وړلو له لارې د سختدریځۍ او د ځوان نسل د منظم فکري روزنې سبب ګرځي
هغه ادعا وکړه چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ زره ادارې فعالې دي چې د طالبانو د نظریاتو د خپرولو لپاره کارول کېږي. د هغه په وینا دولتي ښوونځي په تدریجي ډول د داسې ادارو په بڼه بدلېږي، په داسې حال کې چې عصري مضامین محدود یا له منځه وړل شوي دي
ویس برمک، وزیر پیشین امور داخله افغانستان در نشست پارلمان بریتانیا هشدار داد که افغانستان تحت حاکمیت طالبان تنها یک موضوع داخلی نیست، بلکه تهدیدی در حال شکلگیری برای امنیت منطقه و جهان است.
— Amu TV (@AmuTelevision) May 18, 2026
او گفت طالبان با گسترش حدود ۲۳ هزار مدرسه دینی، در حال جایگزین کردن نظام آموزشی… pic.twitter.com/eaZcZTGQAF
جلالي وویل چې دا تعلیمي ماډل د آزاد فکر پر ځای د مطلق اطاعت او فکري محدودیت پر بنسټ ولاړ دی، چې میلیونونه افغان ماشومان یې له پرمختللي تعلیم او اقتصادي فرصتونو بې برخې کړي دي. هغه دا هم زیاته کړه چې نجونې په منظم ډول له تعلیم او ټولنیز ژوند څخه لرې ساتل کېږي
هغه د نړیوالې ټولنې پر تګلاره نیوکه وکړه او ویې ویل چې له طالبانو سره د تعامل هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي، ځکه د دوی په چلند کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی، بلکې سختۍ لا زیاتې شوې دي
په پای کې هغه خبرداری ورکړ چې دا وضعیت په سیمه کې د بې ثباتۍ، بې کارۍ او سختدریځۍ د زیاتېدو سبب ګرځي او کولی شي د نورو افراطي ډلو لپاره د جذب سرچینه شي