مظفرآباد: په آزاد جموں و کشمیر کې د حکومت او جوائنټ عوامي ایکشن کمیټې ترمنځ د شوي هوکړې له مخې د حکومتي پرمختګونو او اربونو روپیو د ریلیف پیکج باوجود د کمیټې له لوري د ۹ جون ۲۰۲۶ د هړتال اعلان جدي پوښتنې راپورته کړې دي
سیاسي او ټولنیز کړیو دا اعلان د عامه حقونو پر ځای د ځینو ځانګړو مشرانو شخصي ایجنډا، انتخابي فشار او سیاسي ګټې ترلاسه کولو هڅه بللې او رد کړی یې دی
د حکومتي اقداماتو او ریلیف پیکج پرمختګ
حکومت د هوکړې له مخې تر اوسه ۱۷۷ ایف آی آرز بېرته اخیستي دي، او د احتجاج پر مهال د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته له ۱۱ کروړه ۸۰ لکه روپیو څخه زیات تاوان ورکړل شوی دی
د برېښنا د پاتې پیسو سرچارجونه په بشپړه توګه ختم شوي او په ۳۶ آسانو قسطونو ویشل شوي دي، همدارنګه د ۵ کیلوواټه ټیرف ایډجسټمنټ هم نافذ شوی دی
د دې ترڅنګ د کشمیر هایوې، هسپتال روډ، اولډ سیکرټریټ بحالۍ او ګڼو ګرېډ سټېشنونو په ګډون اربونه روپۍ ارزښت لرونکي میګا پروژې اوس د فزیبلټي، ټنډرنګ او نورو قانوني مرحلو ته داخلې شوې دي
سیاسي فشار او د احتجاج سیاست
کارپوهان وایي د دې ټولو عملي اقداماتو باوجود د خلکو بیا سړکونو ته راوستل او هړتالونه کول د یو پټ سیاسي فشار نښه ده
د دوی په وینا شوکت نواز میر، سردار عمر او امان الله هڅه کوي چې قانوني او فنی مرحلې د “حکومتي ناکامۍ” په توګه وړاندې کړي څو د احتجاج سیاست ژوندی وساتي
عام ولس ته زیان او د ثبات غوښتنه
شنونکي زیاتوي چې هر هړتال عام ولس ته زیان رسوي، د مزدور ورځنی مزدوري، د تاجر کاروبار، د زده کوونکي تعلیم او د ناروغ علاج اغېزمنوي
دوی وایي د آزاد کشمیر ولس اوس د سیاسي ګډوډۍ پر ځای د سولې، ثبات او ملي یووالي غوښتونکی دی
نور ولولئ
اسلامآباد: ټولو نړیوالو پلاوو د راتګ تصدیق شوی، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي