تازه خبرونه

په هېواد کې له ۱۰ زرو څخه زیاتې نوې کمپنۍ ثبت شوې، بهرنۍ پانګونه ۲۱۸ سلنه ریکارډ زیاتوالی ښيي

د بهرنيو پانګه‌والو د شرکتونو ادا شوې سرمایه ۲۱۸٪ زیاته شوې او ۸۸ کروړه ۲۰ لکه روپیو ته رسېدلې ده
یوازې په اپرېل میاشت کې ۴ زره ۸۲ کمپنۍ ثبت شوې، چې د نړۍ له ۲۲ څخه زیاتو هېوادونو پانګه‌والو پکې علاقه ښودلې ده

یوازې په اپرېل میاشت کې ۴ زره ۸۲ کمپنۍ ثبت شوې، چې د نړۍ له ۲۲ څخه زیاتو هېوادونو پانګه‌والو پکې علاقه ښودلې ده

اسلام آباد: د سیکیورټیز اینډ ایکسچېنج کمېشن آف پاکستان د وروستیو شمېرو له مخې، په هېواد کې د روان کال له فبرورۍ څخه تر اپرېل پورې د سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی

په دې موده کې ټولټال ۱۰ زره ۵۱۱ نوې کمپنۍ ثبت شوې، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۸ زره ۶۹۳ و، چې دا د پانګه‌والو د باور د زیاتوالي څرګندونه کوي

یوازې په اپرېل میاشت کې ۴ زره ۸۲ کمپنۍ ثبت شوې، چې د نړۍ له ۲۲ څخه زیاتو هېوادونو پانګه‌والو پکې علاقه ښودلې ده

بهرنۍ پانګونه او سرمايه کې زیاتوالی


په دې موده کې د بهرنیو پانګه‌والو د شرکتونو په مجموعي ادا شوې سرمایه کې ۲۱۸ سلنه ریکارډ زیاتوالی ثبت شوی، چې ۸۸ کروړه ۲۰ لکه روپیو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې تېر کال دا اندازه ۲۷ کروړه ۷۰ لکه روپۍ وه

په پاکستان کې تر ټولو زیاتې کمپنۍ د سوداګرۍ، خدماتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، تعمیراتو او معدنیاتو په برخو کې ثبت شوې دي

د قانوني تعمیل او ډیجیټل بدلون پرمختګ


د اعلامیې له مخې، د کمپنیو د قانوني تعمیل په برخه کې هم ۶۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

په دې درې میاشتو کې ۶۱ زره ۹۶۰ کمپنیو خپل کلني ریټرنز جمع کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۳۸ زره ۳۲۶ و

SECP هم د غیر فهرست شویو کمپنیو د حصصو سرټیفیکیټونو ډیجیټل کولو پروسه پیل کړې ده، چې له مخې به یې د حصصو شخړې کمې شي او نظام به شفاف شي

دغه راز د کمپنیو د ثبت نظام د لا عصري کولو، د نومونو د خوندي کولو او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د کارولو پلان هم روان دی

نور ولولئ

د نړیوال اقتصادي بحران اغېزې؛ په پاکستان کې د پټرولیم بیو زیاتوالی د نړیوال خام تېلو د نرخونو په پرتله کم پاتې شوی

Related Articles

مسجدونه په نښه کول د مذهبي ازادۍ او انساني وقار خلاف عمل دی

May 19, 2026

په سیمه کې د خوارجو تر بشپړ ختمېدو پورې کلیرنس عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په مؤثر ډول محاصره کړې ده

May 19, 2026

پاکستان سټاک ایکسچینج ۱۰۰ انډیکس ۱ لکه ۶۴ زره ۵۳ پوائنټونو تاریخي کچې ته ورسېد

May 19, 2026

آخري ورځ پاکستان ته د تاریخي بریا لپاره ۱۲۱ منډې پکار دي او بنګله دېش ته د کلین سویپ لپاره یوازې ۳ ویکټې پاتې دي

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *