اسلامآباد کې د اسحاق ډار او د سعودي سفیر ترمنځ ترسره شوه، چې پکې دواړو لورو د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د ورورګلوۍ او تاریخي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. اسحاق ډار وویل چې پاکستان ژمن دی په سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو برخو کې دوه اړخیزه همکاري نوره هم پراخه کړي.
دواړو خواوو د وروستیو سیمهییزو پرمختګونو او ګډو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل، چې پکې د سیمې د امنیت او ثبات اړوند مسایل هم شامل وو. همدارنګه د راتلونکي پړاو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره همغږۍ او مشورو پر اهمیت هم خبرې وشوې.
د سعودي سفیر نواف المالکي د پاکستان د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې اسلامآباد د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم ډیپلوماتیک هڅې کوي. دا لیدنه د پاکستان د هغو هڅو په لړ کې ترسره شوې چې غواړي د ډیپلوماټیکو لارو له لارې سیمهییز کړکېچونه کم کړي.