اسلام آباد په هېواد کې د پټرولیم د بیو وروستی زیاتوالی د حکومت یو اړخیزه او بې دلیله پرېکړه نه ده بلکې دا په نړیوال بازار کې د سختو اقتصادي بدلونونو مستقیمه اغېزه ده
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له نیمایي څخه د مې تر نیمایي پورې په نړیواله کچه د خام تېلو بیې نږدې ۷۲ سلنه لوړې شوې چې د نړۍ پر ګڼو اقتصادونو یې اغېز کړی دی
خو په همدې موده کې د پاکستان حکومت د پټرولو بیه شاوخوا ۵۹ سلنه او د ډیزلو بیه نږدې ۴۹ سلنه لوړه کړې ده چې دا ښيي په هېواد کې د بیو د زیاتوالي کچه د نړیوال خام تېلو د زیاتوالي په پرتله کمه پاتې شوې ده
په نړیوال بازار کې تر ټولو لوی بدلون د ۲۰۲۶ کال د مارچ او اپرېل پر مهال د منځني ختیځ کړکېچ او د هرمز تنګي د سپلایۍ اندېښنو له امله رامنځته شوی و
ځکه چې پاکستان د خپلې اړتیا ډېره برخه تېل واردوي نو د نړیوال بازار له اغېزو بشپړ جلا نه شي پاتې کېدای خو حکومت د نړیوالو بیو ټول فشار پر خلکو نه دی اچولی او د مالي بوج یوه لویه برخه یې خپله برداشت کړې ده
له همدې امله دا ادعا چې د پټرولیم بیې بې له کوم قوي دلیل څخه لوړې شوې دي د حقیقت خلاف او د نړیوال اقتصادي وضعیت له ناپوهۍ ډکه بلل کېږي
نور ولولئ
هندي پروپاګنډه بیا راپورته شوې؛ د کشمیر په اړه مبینه ادعاوې خپرې شوې دي