تازه خبرونه

هندي پروپاګنډه بیا راپورته شوې؛ د کشمیر په اړه مبینه ادعاوې خپرې شوې دي

دا نوی بیان خپله د نوي ډیلي د رسمي دعوو رد کوي؛ یو خوا هند ادعا کوي چې په LoC کې تر ټولو پرمختللی او کلک امنیتي نظام لري خو بل خوا د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره بې بنسټه کیسې جوړوي
پونچ کې د جیش او لشکر په نوم پیل شوی وروستی لټون عملیات د همدې ‘جولي ووډ’ سکرېپټ برخه بلل کېږي چې هدف یې له واقعي حالاتو د خلکو پام اړول دي

پونچ کې د جیش او لشکر په نوم پیل شوی وروستی لټون عملیات د همدې ‘جولي ووډ’ سکرېپټ برخه بلل کېږي چې هدف یې له واقعي حالاتو د خلکو پام اړول دي

سری نگر: په مقبوضه جموں او کشمیر کې د هندي رسنیو له خوا د سرحدي نفوذ په اړه داسې عجیب او مسخره ادعا مخې ته راغلې چې خپله د هند د امنیتي بیانیې اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی

د هندي اوپن سورس استخباراتي اکاؤنټونو او ټلویزیوني چینلونو له مخې دا ادعا خپره شوې چې د جنوبي لبنان د “المعشوق” سیمې یو “بازی” نومی لبناني وسله وال د پاکستان له لارې کشمیر ته داخل شوی او د لشکر طیبہ له څلور کسیز ډلې سره په پونچ سیمه کې فعالیت کوي

امنیتي دعوو او رسنیزو بیانیو ترمنځ تضاد



د سیمه‌ییزو امنیتي چارو شنونکي دا نوی بیان د ‘جولي ووډ’ یوه بله کمزوري فلمي کیسه بولي او وایي چې له مخکې ناکامو اسکرېپټونو وروسته اوس د ریټینګ لوړولو لپاره په کیسه کې د لبناني عنصر اضافه شوې ده

په زړه پورې خبره دا ده چې دا نوی بیان خپله د هند د رسمي امنیتي دعوو سره ټکر لري ځکه یو خوا هند ادعا کوي چې په LoC کې تر ټولو پرمختللی امنیتي سیستم موجود دی خو بل خوا د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره داسې کیسې جوړوي چې ګواکې یو لبنانی کس له ټولو نړیوالو سرحدونو او سختو امنیتي تدابیرو تېر شوی او د کشمیر منځ ته رسېدلی دی

پونچ کې د جیش او لشکر په نوم پیل شوی وروستی لټون عملیات د همدې ‘جولي ووډ’ سکرېپټ برخه بلل کېږي چې هدف یې د حقیقي حالاتو څخه د خلکو پام اړول دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *