په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد د فلسطین له ولس سره د پاکستان نه ماتېدونکې یووالي بیا تکرار وکړ او څرګنده یې کړه چې د فلسطین ملاتړ د پاکستان د خپلواکۍ د مبارزې یوه مهمه برخه ده. هغه وویل پاکستان د فلسطینیانو د ځانمقدرۍ، آزادۍ او عزت لپاره د هغوی عادلانه مبارزه په بشپړ او اصولي ډول ملاتړ کوي
Support for Palestine is etched in Pakistan’s own independence struggle. Pakistan reaffirms its unwavering solidarity with the people of Palestine and their just struggle for self-determination, freedom, and dignity.
— Asim Iftikhar Ahmad, PR of Pakistan to the UN (@PakistanPR_UN) May 16, 2026
On the solemn anniversary of the Nakba, remembrance alone is…
د فلسطینیانو د جبري بېځایه کېدو او د “یومِ نکبه” د دردناکې یادې ورځې په مناسبت په خپل ځانګړي پیغام کې هغه وویل چې دا تاریخي بېعدالتي یوازې یادول کافي نه دي، بلکې عملي اقدامات اړین دي هغه نړیواله ټولنه متوجه کړه چې دا اوږد ظلم باید نور نسلونو ته د لېږد اجازه ونه لري
پاکستاني استازي ټینګار وکړ چې په فلسطین کې روان ظلمونه او غاصبانه قبضه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. هغه زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله یوازې د عدالت، د اشغالګرو د حساب ورکولو او د فلسطین له خاورې د غیرقانوني قبضې د ختمېدو له لارې ممکنه ده