بلوچستان: د تربت په آبسر سیمه کې یو بل د اندېښنې وړ امنیتي پېښه رامنځته شوې، چې پکې نامعلومو وسلهوالو کسانو یوه موټر په نښه کړی دی. په دې وحشتناک برید کې په دنده بوخته ښځینه کانسټېبل په ځای وژل شوې، په داسې حال کې چې د هغې د کورنۍ دوه غړي سخت ټپیان شوي دي
د ځايي پولیسو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د تربت په نږدې سیمه آبسر کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې له کمین ناستو نامعلومو وسلهوالو کسانو پر تېرېدونکي موټر بې توپیره ډزې وکړې. د ډزو په پایله کې موټر کې سپره ښځینه کانسټېبل ووژل شوه، او د هغې مېړه او ۵ کلن زوی هم ټپیان شول، چې حالت یې سخت دی
د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم پولیس او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورسېدل او سیمه یې کلابنده کړه. د وژل شوې مېرمنې مړی او دواړه ټپیان نږدې روغتون ته ولېږدول شول، چیرې چې هغوی ته طبي مرسته ورکول کېږي. د روغتون سرچینې وایي د ټپی ماشوم او پلار روغتیایي حالت نازک دی
امنیتي ادارو له سیمې شواهد راټول کړي، او د بریدګرو د نیولو لپاره یې په سیمه کې ناکه بندي کړې او پراخ لټون پیل کړی دی. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی