میډیا کې د علامه طاهر اشرفي پر ضد د خپرې شوې مبینه خبر حقیقت مخې ته راغلی دی. اے آر وائی نیوز په رسمي ډول وضاحت ورکړې او د هغه په نوم منسوب اسکرینشاټ یې په بشپړ ډول جعلي او له ځانه جوړ شوی بللی دی
په تېرو څو ساعتونو کې په ټولنیزو رسنیو کې د اے آر وائی نیوز په بڼه جوړ شوی یو اسکرینشاټ په چټکۍ سره خپور شوی و، چې پکې د علامه طاهر اشرفي په اړه بېاساسه او نامناسبې ادعاوې شوې وې. په دې جعلي پوسټ کې ادعا شوې وه چې نوموړی له یوې ښځې د قضیې سره تړاو لري، خو دا ټولې خبرې بېبنسټه او له حقیقت لرې بلل شوي دي. د دې ډول موادو هدف د علامه طاهر اشرفي د شخصیت سپکاوی او د خلکو ترمنځ ګډوډي خپرول ښودل کېږي
سوشل میڈیا پر اے آر وائی نیوز کے نام سے ایک جعلی اسکرین شاٹ گردش کر رہا ہے۔
— ARY NEWS (@ARYNEWSOFFICIAL) May 15, 2026
براہِ کرم غیر مصدقہ اور گمراہ کن معلومات شیئر کرنے سے گریز کریں۔#ARYNews pic.twitter.com/UYXw8SOrog
اے آر وائی نیوز ویلي چې دا اسکرینشاټ له دوی سره هېڅ تړاو نه لري او کومه داسې خبر یې نه ده خپره کړې. ادارې له خلکو غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي غیر تصدیق شوي او جعلي معلومات دې نه شریکوي
ځینې شنونکي وایي چې په وروستیو کې د مصنوعي ذهانت او فوټوشاپ له لارې د مهمو مذهبي او سیاسي شخصیتونو پر ضد جعلي اسکرینشاټونه جوړېږي. دا پېښه هم د همدې لړۍ یوه برخه ګڼل کېږي، چې هدف یې د شخصیتونو بدنامول او د خلکو ترمنځ نفرت خپرول دي