د هېواد په کچه ناامني خپروونکی ډله “فتنه الخوارج” په اصل کې د ترهګرو داسې یوه ډله ده چې له اسلامي ښوونو سره هېڅ تړاو نه لري. وروستي شواهد او د هغوی فعالیتونه په ډاګه کوي چې دا ډله د خپلو ناوړه موخو لپاره د دین پرده کاروي او په سختو مالي جرمونو او د انسانیت ضد ظلمونو کې ښکېله ده
مذهبي نوم تر شا پټ مالي ګټې
د دې ډلې کسان ځانونه مسلمانان معرفي کوي، خو عملونه یې د اسلام له اصولو سره په بشپړه توګه متضاد دي. دا ډله د غلا، لوټ، د تاوان لپاره تښتونې او باج اخیستنې په څېر جرمونه د خپلو مالي ګټو لپاره کاروي
د دې ترهګرې ډلې لپاره د حلال او حرام توپیر له منځه تللی دی. دوی د خپلو مالي موخو لپاره ټول ديني، اخلاقي او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او تاوتریخوالی یې د یوې وسیلې په توګه غوره کړی دی
د معلوماتو له مخې، “فتنه الخوارج” اوس یوازې نظامي ډله نه ده پاتې، بلکې یو منظم جرمي نیټورک ګرځېدلی دی، چې د تښتونو او باج اخیستنې له لارې عاید ترلاسه کوي او هغه د ترهګرۍ د فعالیتونو لپاره کاروي
تاوتریخوالی او ظلم
دا ډله د انسان د ژوند حرمت نه مني او د خپلو ګټو لپاره هر ډول ظلم ته چمتو ده. دیني علما هم ټینګار کوي چې د بېګناه خلکو وژنه او لوټماري په اسلام کې سخت منع دي او دا ډول کړنې له دیني لارښوونو سره هېڅ تړاو نه لري