تازه خبرونه

پاکستان د سي بي اېس راپور رد کړ، نور خان لوژستیکي مرسته بلل شوه

د اسلام‌اباد د مذاکراتو پر مهال لوژستیکي مرستو ته د پوځي خوندیتوب رنګ ورکول د یوې ځانګړې اجنډا برخه ښکاري
د پاکستان په نور خان هوايي اډه کې د ایران او امریکا اړوند الوتکو موجودیت د اسلام‌اباد د منځګړیتوب او لوژستیکي اسانتیاوو برخه بلل کېږي، چې د سیمې د سولې خبرو اترو د دوام لپاره برابرې شوې وې

د پاکستان په نور خان هوايي اډه کې د ایران او امریکا اړوند الوتکو موجودیت د اسلام‌اباد د منځګړیتوب او لوژستیکي اسانتیاوو برخه بلل کېږي، چې د سیمې د سولې خبرو اترو د دوام لپاره برابرې شوې وې

سي بي اېس خبري شبکه په خپل يو تازه راپور کې ادعا کړې چې پاکستان د امريکا او ايران ترمنځ د منځګړيتوب پر مهال ايراني پوځي الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې ځای ورکړی و، خو شنونکي وايي چې دا راپور له رښتينو حقايقو سره سمون نه خوري او تر شا يې ځانګړې موخې او فکري لېوالتياوې ښکاري

د راپورونو له مخې، سکای ډېنس ميډيا چې اوس له سي بي اېس سره تړاو لري، د هغو کسانو تر اغېز لاندې بلل کېږي چې د اسرائيل پلوه نظرونو له امله پېژندل کېږي. د چارو پوهان باور لري چې د داسې راپورونو موخه دا ده چې په سيمه کې د پاکستان بې‌پرې او منصفانه رول تر پوښتنې لاندې راولي او د سولې د هڅو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي

د نور خان هوايي اډه او حقيقت

په پاكستان هوايي ځواک اډه نور خان کې د ايراني الوتکو تم کېدل د اسلام‌اباد د خبرو اترو لپاره د لېږد، امنيتي او اداري اسانتياوو يوه برخه وه. د خبرو اترو له لومړي پړاو وروسته د ايران او امريکا دواړو خواوو الوتکې پاکستان ته راغلې څو خپل امنيتي کارکوونکي او اړوند کسان ولېږدوي

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د اسلام‌اباد د احتمالي سفرونو لپاره ټول امنيتي او اداري ترتيبات له مخکې نيول شوي وو. سرچينې وايي چې امريکايي ډلې هم له لومړي پړاو وروسته پاکستان ته راغلې او وروسته يې د سيمې نورو اډو ته سفر کړی و

ادعاوې او تضادونه

په راپور کې داسې انګېرنه شوې چې پاکستان دغو الوتکو ته د امريکايي بريدونو پر وړاندې ساتنه برابره کړې وه، خو دا خبره ځکه بې‌بنسټه ښکاري چې د اوربند پر مهال امريکا په ايران کې دننه هېڅ الوتکه نه ده په نښه کړې له همدې امله په پاکستان کې د الوتکو موجوديت له پوځي ساتنې سره تړل يوازې تبليغاتي رنګ لري

د سولې لپاره د پاکستان ونډه

سرچينې وايي ځينې کړۍ غواړي سيمه بيا تاوتريخوالي ته بوځي، نو ځکه يو عادي اداري او لېږديز اقدام د مهم خبر په توګه وړاندې شوی. پاکستان ټينګار کوي چې له داسې منفي تبليغاتو سره سره به د سيمې او نړۍ د سولې لپاره خپل رښتينی او بې‌پرې منځګړيتوب ته دوام ورکړي.

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *