د ۲۳ اپرېل په دې عملیاتو کې وژل شوی وائز احمد د غلام محمد زوی و، چې په اصل کې افغان وګړی او د وردک ولایت د چک ولسوالۍ د بمبۍ کلي اوسېدونکی و. دا پېښه یو ځل بیا دا حقیقت تاییدوي چې په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو کې افغان نژاده سختدریځه عناصر مستقیم لاس لري، چې له پولې هاخوا راځي او دلته ناامنۍ خپروي
د امنیتي سرچینو په وینا، مخلص نومي دغه ترهګر په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او بې ګناه ولسي خلکو پر ضد په ګڼو بریدونو کې مطلوب و، او د هغه وژل کېدل د ټي ټي پي د شبکې لپاره یو لوی ضربه بلل کېږي
وژل شوي ترهګر پېژندنه
په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو له عصري ټکنالوژۍ او استخباراتي معلوماتو بشپړه استفاده وکړه، چې له امله یې د ترهګرو ډله په خپل پټنځای کې له منځه یووړل شوه. دا عملیات یو ځل بیا ثابتوي چې پاکستاني ځواکونه د هېواد د پولو د دفاع او د ترهګرۍ د ریښې له منځه وړلو لپاره تل چمتو او هوښیار دي
تر ټولو د اندېښنې وړ ټکی دا دی چې د وژل شوي ترهګر لپاره په افغانستان کې د هغه په اصلي سیمه کې د یوې جومات په کچه رسمي تعزیتي غونډه ترسره شوې. د ۹ او ۱۰ مې په دې فاتحه او تعزیتي مراسمو کې د هغه یادونه وشوه، چې دې کار یو ځل بیا د ټي ټي پي او افغان خاورې ترمنځ ژور اړیکې د نړۍ پر وړاندې څرګندې کړې
عملیاتو جزئیات او پرمختللې ټکنالوژي
په افغانستان کې د دې ډول غونډو ترسره کېدل دا ادعا تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې افغان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، او دا د نړیوالې ټولنې لپاره هم د غور وړ موضوع ده چې سرحدي پوله هاخوا لا هم د ترهګرو تود هرکلی کېږي
پاکستاني چارواکو د دې پېښې وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی چې له پولې هاخوا هر ډول نفوذ به ونه زغمل شي. پاکستان پر افغان عبوري حکومت دوامداره غږ کړی چې خپله خاوره د ترهګرو د خوندي پټنځای په توګه د کارېدو مخه ونیسي او عملي ګامونه واخلي
په خیبر ضلع کې دا وروستۍ بریا دا څرګندوي چې پاکستان به د خپلې خاورې د سولې لپاره هر ممکن ګام اخلي او د هېواد دښمن عناصر به تر خپل انجامه تعقیب کړي