تازه خبرونه

یوم معرکه حق: اسلام‌اباد کې مراسم، د مې ۱۰مه هر کال ملي ورځ اعلان شوه

هند له یوه کال تېرېدو وروسته هم د خپلو تورونو لپاره هېڅ ثبوت وړاندې نه کړ او د پوځي ماجراجویۍ له پیل وروسته خپله د اوربند غوښتنې ته اړ شو
د غونډې پر مهال وزیراعظم شهباز شریف د معرکه حق تفصیلات بیان کړې او ویلي یې دي چې بې زړه دښمن د پاهلګام پېښې په پلمه پر پاکستان جګړه تحمیل کړه

د غونډې پر مهال وزیراعظم شهباز شریف د معرکه حق تفصیلات بیان کړې او ویلي یې دي چې بې زړه دښمن د پاهلګام پېښې په پلمه پر پاکستان جګړه تحمیل کړه

اسلام‌آباد: د عملیاتو «بنیان مرصوص» او «معرکه حق» د لومړۍ کلیزې په مناسبت په پاکستان مونومنټ کې یوه شانداره او پرتمینه غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو هغو غازیانو او شهیدانو ته درناوی وړاندې کړ چې د هېواد په دفاع کې یې قربانۍ ورکړې دي

مې۱۰ ملي ورځ

شهباز شریف په خپله وینا کې اعلان وکړ چې د مې ۱۰مه به هر کال د «یومِ معرکه حق» په نوم په ملي کچه د ځانګړي جوش او جذبې سره نمانځل کېږي

وزیراعظم وویل چې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو د دښمن پر وړاندې تاریخي بریا ترلاسه کړه. هغه دا بریا په دې ټکو کې خلاصه کړه: «هر لوري ته زموږ د شاهینانو برلاسی و او د دښمن د الوتکو ملبه پرته وه.» نوموړي زیاته کړه چې هند تر اوسه د خپلو ادعاوو لپاره هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی او وروسته خپله د اوربند غوښتنې ته اړ شو

پاکستان ۲۴ کروړه ولس

شهباز شریف د وسله‌والو ځواکونو مشرتابه، په ځانګړي ډول عاصم منیر، ظهیر احمد بابر سدھو او نوید اشرف وستایل او ویې ویل چې د پاکستان ۲۴ کروړه ولس د خپلو ځواکونو تر شا د پولادینې دېوال په څېر ولاړ و

هغه همدارنګه د محمد بن سلمان، رجب طیب اردوغان، شي جین پینګ او ډونلډ ټرمپ څخه د پاکستان د ملاتړ او د سولې د هڅو له امله مننه وکړه

شهیدانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا

په مراسمو کې آصف علي زرداري، د پارلمان لوړپوړو چارواکو، وفاقي وزیرانو او د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی و. وزیراعظم په خپلو وروستیو خبرو کې ټینګار وکړ چې پاکستان به د فلسطین او کشمیر په څېر د مظلومو ولسونو ملاتړ ته دوام ورکړي

بنیان مرصوص: د بریا یو کال

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *