په افغانستان کې د خپلواکې رسنۍ پر وړاندې د طالبانو فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي. تازه پېښه د طلوع نیوز د دوو خبریالانو، منصور نیازی او عمران دانش، د نیولو راپور دی چې په کابل کې رامنځته شوی، د راپورونو له مخې، دا دواړه خبریالان تېر پنجشنبه د کابل له کارته چار سیمې نیول شوي، خو د هغوی د اوسني ځای یا پر هغوی د لګېدلو تورونو په اړه روښانه معلومات نه دي ورکړل شوي
رسنیز او دفاعي شنونکي وايي دا نیونې یوازې انفرادي پېښې نه دي، بلکې د طالبانو د هغې پراخې تګلارې برخه ګڼل کېږي چې هدف یې په افغانستان کې د خپلواکو راپورونو محدودول او د معلوماتو کنټرول دی

د رسنیو پر وړاندې زیاتېدونکی فشار
په وروستیو میاشتو کې پر خبریالانو فشارونه زیات شوي دي. د رسنیو کارکوونکي وايي چې په ټول هېواد کې ویره او نامعلوم وضعیت د خبریالانو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده، د راپورونو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې له ۳۴ څخه زیات خبریالان نیول شوي دي، چې دا د سرکوب د زیاتوالي څرګند نښه ګڼل کېږي
شنونکي وايي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې سلګونه رسنیز کارکوونکي د “تبلیغاتو”، “بهرنیو اړیکو” او “اخلاقي فساد” په څېر مبهمو تورونو لاندې نیول شوي دي. منتقدین دا تورونه د آزادو غږونو د چوپولو وسیله بولي
بندې رسنۍ او تښتېدلي خبریالان
په همدې موده کې ګڼ خبریالان سختو سزاوو سره مخ شوي دي. مهدي انصاري ته ۱۸ میاشتې، حمید فراهدي ته دوه کاله، او شکیب احمد نظري ته درې کاله بند ورکړل شوی دی. ځینې نور خبریالان لکه بشیر حاتف لا هم له رسمي محاکمې پرته بندیان پاتې دي،همدارنګه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د استخباراتو او د “اخلاقو د ساتنې” ادارو عملیاتو د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه چې اجباري اعترافونه او د دروازو تر شا محکمې زیاتې شوي دي، د دې فشارونو له امله د افغانستان د رسنیو سکتور سخت زیانمن شوی دی. د راپورونو له مخې، له نیمایي زیاتې رسنۍ بندې شوې دي او سلګونه خبریالان له هېواده وتلي ديپه ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې له سختو محدودیتونو سره مخ شوي، چې د بشري حقونو ادارې یې د جنسیتي فشار یوه روښانه بېلګه بولي
د راډیو نسیم او رسا ټلویزیون په څېر رسنیو بندېدل هم د معلوماتو د کنټرول د پراخې تګلارې برخه ګڼل کېږي. منتقدین وايي طالبان هڅه کوي خپلواکه رسنۍ کمزورې او دولتي روایتونه مسلط کړي