ډهاکا: د بنګلهدېش پر وړاندې د ډهاکا ټېسټ درېیمې ورځې لوبه کې د پاکستان ځوان بیټر اذان اویس په خپل لومړي ټېسټ میچ کې تاریخي سنچري ترسره کړه او د کرکټ نړۍ ته یې خپل قوي راتګ وښود. هغه د پاکستان له هغو ۱۴ لوبغاړو څخه شو چې په ډیبیو ټېسټ کې یې سنچري وهلې ده. اذان اویس په ۱۵۳ توپونو د ۱۴ څلوریزو په مرسته ۱۰۳ منډې جوړې کړې
د پاکستان ټیم د لوبې په درېیمه ورځ خپله ناتمامه لومړۍ اننګز د یوې ویکټې په زیان سره د ۱۷۹ رنز څخه پیل کړه. د پرون ورځې ناټ اوټ بیټران اذان اویس (۸۴) او عبدالله فضل (۳۷) لوبه مخته یوړه. اذان اویس په لومړي سیشن کې خپله سنچري بشپړه کړه خو ژر اوټ شو، په داسې حال کې چې عبدالله فضل هم په خپل لومړي ټېسټ کې ښه کارکردګي وکړه او په ۱۰۲ توپونو یې ۶۰ منډې جوړې کړې، چې پکې نیمه سنچري هم شامله وه
د دوی له اوټ کېدو وروسته د پاکستان منځنۍ بیټنګ کمزوری ښکاره شو، چیرې چې کپتان شان مسعود یوازې ۹ منډې وکړې او سعود شکیل بې له کومې منډې اوټ شو. پاکستان تر ۲۳۰ رنز پورې پنځه ویکټې له لاسه ورکړې او لا هم د بنګلهدېش له لومړۍ اننګز شاته دی
له دې مخکې بنګلهدېش په خپله لومړۍ اننګز کې ۴۱۳ رنز جوړ کړي وو. د هغوی لپاره نجم الحسن شانتو ۱۰۱، مومن الحق ۹۱ او مشفیق الرحیم ۷۱ منډې وکړې. د پاکستان له لوري محمد عباس پنځه، شاهین شاه آفریدی درې، نعمان علي او حسن علي یوه یوه ویکټه واخیسته. پاتې دوه ورځې د سختې مقابلې تمه کېږي