راولپنډۍ کې د معرکه حق د لومړۍ کلیزې ستره غونډه
راولپنډۍ: تېر کال د مې ۲۰۲۵ کې د هند پر وړاندې د څلور ورځنۍ جګړې، چې “معرکه حق” او “آپریشن بنیان مرصوص” بلل شوې وه، د لومړۍ کلیزې په مناسبت په جي ایچ کیو راولپنډۍ کې یوه ستره او باوقاره غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د دښمن د یرغل پر وړاندې تاریخي بریا ولمانځل شوه او د وطن د دفاع لپاره د قرباني شویو شهیدانو ته درناوی وشو.
د شهیدانو یاد او د مراسمو پیل
د غونډې پیل د وسلهوالو ځواکونو د مشرانو له خوا د شهیدانو په یادګار د حاضري او ګلونو ایښودلو سره وشو. د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر، د هوایي ځواکونو مشر مارشل ظهیر احمد بابر سدھو او د بحري ځواکونو مشر اډمیرل نوید اشرف د شهیدانو پر یادګار ګلونه کېښودل او فاتحه یې وکړه. په دې موقعو کې عسکري دستې رسمي سلامي وړاندې کړه.
د جګړې انکشافات او نړیواله مداخله
فیلډ مارشال په خپله وینا کې وویل چې د ۲۰۲۵ مې جګړې پر مهال کله چې هند سختې ماتې سره مخ شو، نو د امریکا د سیاسي مشرانو له لارې یې د اوربند غوښتنه وکړه. هغه وویل چې دا اوربند د پاکستان له خوا د سیمې د سولې لپاره ومنل شو، خو دا د هند د پوځي کمزورۍ څرګندونه وه.
د دوو نظریو جګړه او پوځي بریاوې
هغه وویل چې “معرکه حق” یوازې د دوو هېوادونو نه، بلکې د دوو نظریو ترمنځ پرېکنده مقابله وه. د هغه په وینا، پاکستاني ځواکونو د “فتح میزایلو” په مرسته د دښمن له ۲۶ زیات مهم پوځي اهداف په نښه کړل او د هغه هوایي ځواک یې محدود کړ. هغه د شهیدانو قربانۍ ته درناوی وکړ او دا بریا یې د الله مرسته وبلله.
هند ته خبرداری او سیمهییز توازن
فیلډ مارشال وویل چې هند غواړي پاکستان منزوي کړي او د سیمې توازن بدل کړي، خو دا خوب به هېڅکله پوره نه شي. هغه ټینګار وکړ چې که بیا کومه مداخله وشي نو پایلې به یې سختې او پراخې وي او پاکستاني ولس به تل د خپل پوځ تر شا ولاړ وي.
عصري دفاع او نوی جوړښت
هغه د عصري جګړې په اړه وویل چې راتلونکې جګړې به د ډرون، سایبر او مصنوعي ذهانت پر بنسټ وي. په همدې خاطر د “ډیفنس فورسز هېډکوارټرز” جوړښت اعلان شو ترڅو د هېواد دفاع نوره هم قوي شي
سفارتي پرمختګونه او نړیوال رول
فیلډ مارشال وویل چې پاکستان په نړیواله کچه خپل رول پیاوړی کړی او د سعودي عربستان سره دفاعي تړون یې مهم پرمختګ بللی. هغه د لبنان د اوربند او د ایران-امریکا ترمنځ د سولې هڅو کې د پاکستان رول هم وستایه
ترهګري، افغانستان او کشمیر
هغه له افغانستان وغوښتل چې د خپلې خاورې ترهګریز مرکزونه ختم کړي. همدارنګه یې وویل چې هند د ماتې وروسته اوس د ترهګرۍ لارې ته مخه کړې، خو پاکستان به د هر شهید د وینې حساب واخلي. د کشمیر په اړه یې وویل چې پاکستان به د کشمیریانو سیاسي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي
حکومتي پیغامونه او ملي یووالی
د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر هم ځانګړي پیغامونه ورکړل. ولسمشر د فیلډ مارشال قیادت وستایه او وزیراعظم وویل چې پاکستاني ولس هېڅکله نه ماتېږي او نه زړونه بایلي. په ټول هېواد کې “یوم تشکر” ولمانځل شو، چې خلکو د پوځ سره خپله مینه او یووالی څرګند کړ