تازه خبرونه

بنو کې ځانمرګی برید، ۱۲ پولیس وژل شوي، ودانۍ نړېدلې

د پولیس چارواکو له مخې، د کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو د ژغورنې لپاره بیړنی ریسکیو عملیات پیل شوي. په دې عملیاتو کې د ۱۲ پولیسو مړي راایستل شوي او ۳ نور ژوندي روغتون ته لېږدول شوي دي
د برید پر مهال په چوکي کې ۱۵ اهلکار په دنده بوخت وو. عیني شاهدان او د پولیسو سرچینې وایي چې وسله والو د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر مستقیم ودانۍ سره ټکر کړ

د برید پر مهال په چوکي کې ۱۵ اهلکار په دنده بوخت وو. عیني شاهدان او د پولیسو سرچینې وایي چې وسله والو د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر مستقیم ودانۍ سره ټکر کړ

بنو کې خونړی ځانمرګی برید

د خیبر پښتونخوا په ضلع بنو کې وسله والو د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر د پولیسو پر چوکي ټکر کړ، چې له امله یې ۱۲ پولیس اهلکار شهیدان او ګڼ نور ژوبل شول. د بنو د ریجنل پولیس آفیسر سجاد خان د دفتر له مخې، برید د فتح خېل په چوکي ترسره شو او د چاودنې له سخت شدت سره د ودانۍ بشپړ ړنګېدو لامل شو

د ژغورنې عملیات او امنیتي اقدامات

پولیسو ویلي چې د پېښې وروسته د کنډوالو لاندې بند پاتې اهلکارو د ژغورنې لپاره بیړنی ریسکیو عملیات پیل شول، چې په ترڅ کې د ۱۲ پولیسو مړي راایستل شوي او ۳ نور ژوندي روغتون ته لېږدول شوي دي. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي، په داسې حال کې چې ژوبل کسان د بنو ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون کې تر درملنې لاندې دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *