واشنگټن: د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د جمعې په ورځ یو تاریخي ګام پورته کړ او د نامعلومو الوتونکو شیانو (یو ایف اوز) په اړه یې د لسیزو پټې اسنادو لومړنۍ لویه مجموعه خپره کړه. په دې فایلونو کې د ۱۹۴۰مې لسیزې څخه تر وروستیو کلونو پورې هغه راپورونه شامل دي چې د ملي امنیت په نوم له خلکو پټ ساتل شوي وو. د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسیټ په خپل بیان کې وویل چې د دې معلوماتو پټ ساتلو له امله بېلابېل اټکلونه رامنځته شوي وو، خو اوس وخت راغلی چې خلک پخپله حقایق وویني

په دې اسنادو کې له ۱۶۰ څخه زیات فایلونه شامل دي چې پنټاګون یې د «نامعلومو غیر معمولي پدیدو» (UAPs) په نوم یادوي. په دې کې د ۱۹۴۷م کال د ډسمبر یو راپور هم شامل دی چې پکې د “الوتونکو ډسکونو” یادونه شوې، او د ۱۹۴۸م کال د یوې پټې استخباراتي راپور تفصیل هم پکې شته چې د “فلایینګ ساسرز” د لیدلو ادعاوې بیانوي. دا فایلونه د هغه وخت د دفاعي اندېښنو او د دغو مرموزو شیانو د څارنې په اړه د امریکایي چارواکو جديت ښيي
ډونلډ ټرمپ ځانګړو لارښوونو
د دې اسنادو خپرېدل د ډونلډ ټرمپ د هغو ځانګړو لارښوونو پایله ده چې نوموړي په فبرورۍ کې فدرالي ادارو ته ورکړي وو، څو د یو ایف اوز او فضايي مخلوقاتو اړوند پټې دوسیې د خلکو لپاره پرانستل شي. ټرمپ ویلي وو چې د خلکو د زیاتې لېوالتیا له امله دا معلومات باید عام شي، او د پخواني ولسمشر بارک اوباما ځینې څرګندونې یې هم یادې کړې وې
په نویو فایلونو کې د ۲۰۲۳م کال یو پېښه هم ذکر شوې، چې پکې د قانون نافذوونکو چارواکو ویلي وو په اسمان کې یې نارنجي رنګه ګردې څراغونه او له هغوی څخه وتونکي سرې کرښې لیدلي دي. خو د پنټاګون دریځ دا دی چې تر اوسه د ځمکې څخه بهر د هوښیارې مخلوق یا فضايي ټکنالوژۍ کوم کره ساینسي ثبوت نه دی موندل شوی
ماهرین وايي چې د یو ایف اوز په اړه د خلکو علاقه په وروستیو کلونو کې هغه وخت زیاته شوه کله چې حکومت د دې ډول راپورونو څېړنه پیل کړه. خو رسمي راپورونه زیاتره دا ښيي چې دا پېښې د هوايي بالونونو، جاسوسي الوتکو یا سپوږمکیو عادي فعالیتونه وو