ایران د متحده عربي امارات له لوري د میزایلو او ډرون بریدونو تورونه په کلکه رد کړي او هغه یې بېاساسه او منفي پروپیګنډا بللي دي
د ایران د وسلهوالو ځواکونو د مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې ایران په وروستیو ورځو کې د اماراتو پر ضد هېڅ ډول میزایل یا ډرون برید نه دی کړی د هغه په وینا د اماراتو د دفاع وزارت راپور بشپړ دروغ دی او دا یوازې د ځان مظلوم ښودلو هڅه او تبلیغاتي کمپاین دی ویاند زیاته کړې که ایران کوم اقدام کړی وای، نو په رسمي ډول به یې اعلان کړی وای
د سخت غبرګون خبرداری
ایراني پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې که د ایران پر ټاپوګانو، بندرونو یا ساحلي سیمو برید وشي، نو سخت او قوي ځواب به ورکړل شي. هغوی ویلي چې ایران تر اوسه په سیمه کې د مسلمانانو د شتون له امله صبر کړی، خو د ملي حاکمیت په اړه هېڅ ډول نرمښت نه مني ایراني چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د هر ډول احتمالي ګواښ په وړاندې د قوي ځواب بشپړ وړتیا لري
د پاکستان په غوښتنه ولسمشر ډونلډ ټرمپ د “پروجیکټ فریډم” د درولو اعلان وکړ