د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آي اې) له خوا د ایبټ آباد کمپاونډ د یوې خښتې د خپل موزیم د “اونۍ شاهکار” په توګه د ښودلو سوشل مېډیا پوسټ د پاکستاني کاروونکو د غصې او طنز هدف ګرځېدلی دی. دا اقدام د پاکستان د حاکمیت له حساس پېښې سره د سپکاوي په توګه یاد شوی او پر ادارې د طنزي کمپاین پیل شوی دی
د راپورونو له مخې سي آي اې په خپلو رسمي سوشل مېډیا پاڼو کې د اسامه بن لادن د پخواني استوګنځي ایبټ آباد کمپاونډ څخه ترلاسه شوې یوه خښته انځور خپور کړی و
Artifact of the Week: Brick from Abbottabad Compound.
— CIA (@CIA) May 5, 2026
Learn more: https://t.co/VcWYYuyEKx pic.twitter.com/vOLIHZuYRk
په ځواب کې پاکستاني کاروونکو د همدې ادارې د ځانګړي ګرافیک سټایل په کارولو سره متقابل پوسټونه کړي، چې پکې د سي آي اې پخوانۍ استخباراتي ناکامۍ، د ډرون بریدونو پاتې شوني، جعلي پاسپورټونه او د جاسوسۍ وسایل د “حقیقي تاریخي اثارو” په توګه ښودل شوي دي
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو میمونو کې کاروونکو یادونه کړې چې که یوه خښته “شاهکار” کېدای شي، نو د سي آي اې ټولې ناکامۍ هم تاریخي میراث ګڼل کېدای شي چې د امریکا نړیواله څېره یې اغېزمنه کړې ده
د مہم په ترڅ کې هغه شیان په ځانګړي ډول یاد شوي چې د سي آي اې د متنازع عملیاتو او د بشري حقونو د سرغړونو نښې ګڼل کېږي






شنونکي وايي دا غبرګون یوازې احساساتي نه بلکې د هغه عامو خلکو د غصې څرګندونه ده چې د امریکا د سیاستونو او د پاکستان د حاکمیت د سرغړونو په اړه یې لري. دوی دا اقدام غیر حساس بللی او د زخمونو پر سر د مالګې شیندلو سره یې تشبیه کړی
یادونه کېږي چې دا طنزي کمپاین په چټکۍ سره نړیوال پام ځان ته اړولی او ګڼ کاروونکي د سي آي اې دوه ګوني معیار او غیر مسلکي سوشل مېډیا چلند تر پوښتنې لاندې راولي