د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر او د جنبش ملي مشر مارشال عبدالرشید دوستم په يو ويډيويي بيان کې د هېواد پر روان وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د نوې سياسي او پوځي تګلارې د جوړولو اعلان یې کړی دی
له مشرانو سره ګډ پلان
هغه د اندراب او پنجشیر ځوانانو ستاینه کړې او هغوی ته یې د يووالي او همغږۍ ساتلو بلنه ورکړې ده. دوستم ويلي چې له احمد مسعود او نورو مهمو مشرانو سره يو جامع پلان جوړوي چې پایلې به یې ژر ښکاره شي، او وضعیت به د مخالفینو په ګټه پاتې نه شي
هغه د طالبانو د يو مشر ملا فضل سختې نيوکې کړي او ادعا یې کړې چې هغه د خلکو پر ځمکو ناقانونه قبضه کړې ده او راتلونکې کې به د شمالي افغانستان خلکو ته وسپارل شي
د شمالي سیمو په اړه اندېښنه
دوستم همدارنګه په شمالي ولایتونو کې د بدلونونو او د بې نومه کډوالو د مېشتولو له احتمالي پلانونو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې تاجک، هزاره، ایماق، ترکمن او ازبک قومونه باید له خپل تاریخ، کلتور او ژبې د دفاع لپاره راپورته شي
هغه دا هم ویلي چې د هېڅ قوم دښمن نه دی او پښتانه یې هم وروڼه ګڼلي، او ټینګار یې کړی چې د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې سیاسي مشران ګډه تګلاره جوړوي