د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ کې د ترهګرو پر ضد د یوې زړورې کاروایۍ پر مهال د پاکستان پوځ ليفټيننټ کرنل خالد حسين په مېړانه جګړه وکړه او د شهادت جام يې وڅښه
د راپورونو له مخې، امنيتي ځواکونو ته د ژوب په سيمه کې د ترهګرو د موجوديت پټه اطلاع ترلاسه شوې وه، چې پر بنسټ يې د ليفټيننټ کرنل خالد حسين په مشرۍ عمليات پيل شول. د نښتې پر مهال ترهګرو پر امنيتي ځواکونو بېدرېغه ډزې وکړې، خو ځواکونو يې کلک او اغېزمن ځواب ورکړ. په دې سختو نښتو کې ليفټيننټ کرنل خالد حسين د مخکښ ډلې مشري کوله، ګڼ شمېر ترهګر يې له منځه يوړل او د هېواد د دفاع په خاطر يې خپل ژوند قربان کړ
د ملت درناوی
د ليفټيننټ کرنل خالد حسين د شهادت خبر له خپرېدو سره سم په ټولنيزو رسنيو کې دا نعرې پورته شوې چې: “د شهيد مرګ د قوم ژوند دی.” د ټولنې بېلابېلو قشرونو د هغه قربانۍ ته درناوی وړاندې کړی او ويلي يې دي چې د پاکستان د پوځ د افسرانو او سرتېرو وينه د دې خاورې د بقا تضمين دی. د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د شهيد د درجاتو د لوړوالي او د هغه د کورنۍ لپاره د صبر دعاوې کړې دي
امنيتي سرچينې وايي چې د ليفټيننټ کرنل خالد حسين په څېر زړورو افسرانو قربانۍ د ترهګرۍ پر ضد روانو عملياتو ته لا زيات قوت وربخښي. په بلوچستان کې د امن د ټينګښت او د ترهګرو د بشپړ له منځه وړلو تر وخته به عمليات روان وي
د شهيد جسد د بشپړو پوځي اعزازونو سره د هغه خپل کلي ته لېږدول شوی، هلته به يې د جنازې لمونځ ادا شي او خاورو ته به وسپارل شي