واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که ایران د “پروجیکټ فریډم” تر نوم لاندې پر امریکایي بېړیو یا تاسیساتو برید وکړي، نو له نړۍ نقشې به یې ورک کړي،دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د منځني ختیځ او د فارس خلیج په اوبو کې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی
د ټرمپ د ډیپلوماټیکو اړیکو اشاره
ټرمپ په یوه تفصیلي مرکه کې ویلي چې ایران د وروستیو ډیپلوماټیکو اړیکو پر مهال یو څه نرمښت ښودلی، خو هر ډول یرغل به زغمل نه شي
هغه د امریکا د پوځي ځواک یادونه وکړه او ویې ویل چې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د امریکا پوځي تیاری بشپړ دی. د ده په وینا امریکا عصري وسلې، پرمختللي مهمات او پراخ نظامي امکانات لري ، همدارنګه یې وویل چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا پوځي اډې له پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دي او اړتیا په صورت کې به امریکا د خپلو ګټو د ساتنې لپاره د دې ځواک کارولو څخه ډډه ونه کړي
کارپوهان وايي، دا ډول څرګندونې کولی شي د فارس خلیج په سیمه کې سیاسي او ډیپلوماټیک کړکېچ نور هم زیات کړي
د پاکستان بحري ځواکونو په عرب سمندر کې ریسکیو عملیات، هندي عمله وژغورل شوه