د هند له لوري د داسې اتومي وړتیا لرونکي توغندي د جوړولو او ازمایلو اعلان، چې تر ۱۲ زره کیلومتره پورې د ویشتلو وړتیا لري، په نړیواله کچه د اندېښنې څپه راپورته کړې ده. د دفاعي چارو شنونکي وایي چې د دې توغندي په رینج کې نه یوازې چین او منځنی ختیځ، بلکې اروپا، امریکا او کاناډا هم راځي۔
🚨🇮🇳 DRDO Chairman says India is ready to test its nuclear capable ICBM Agni-VI with ranges estimated up to 12000 kms carrying multiple warheads.
— Eagle Eye (@zarrar_11PK) May 1, 2026
With these ranges India has the capability to reach not just China, Middle East and Europe but also United States and Canada.
This… pic.twitter.com/mXCklArYGl
د اړتیا په اړه پوښتنې او د ستراتیژیکو موخو بحث
دا پوښتنې راپورته کېږي چې کله هند له وړاندې د پاکستان او چین پر وړاندې کافي دفاعي وسلې لري، نو د دومره اوږد واټن ویشتونکي توغندي اړتیا څه ده؟ د کارپوهانو په وینا، هند د سیمهییزو ګواښونو د دلیل تر شا ښايي غواړي خپل نړیوال پوځي نفوذ نور هم پراخ کړي۔
د نړیوال امنیت لپاره اندېښنې
د ځینو تحلیلګرو له نظره، دا پرمختګ هند د هغو هېوادونو په کتار کې راولي چې اوږد واټن بالستیک توغندي لري، لکه روسیه او چین دوی وایي دا ډول اقدامات کولی شي د نړیوالو قدرتونو ترمنځ بېباوري زیاته کړي۔
سیاسي او ایډیولوژیکې اندېښنې
مبصرین دا هم وایي چې د سخت دریځو سیاسي تګلارو تر اغېز لاندې دا ډول پرمختګونه د سیمې ثبات ته زیان رسولی شي او د نړیوال امنیت لپاره نوې ننګونې جوړوي۔
اوس لویه پوښتنه دا ده چې ایا نړیوال قدرتونه به د دې نوې پوځي سیالۍ په اړه واضح دریځ غوره کړي او که نه، او دا به د راتلونکي نړیوال امنیت پر توازن څه اغېز ولري۔