د تېر وخت جګړو او ځانګړو نظریاتي ویناوو په شالید کې دا تریخ حقیقت څرګند شوی چې ځینو فتواوو ټولنه داسې لوري ته بیولې چې د عامو خلکو ماشومان د جګړو قرباني شول، خو د پرېکړهکوونکو طبقې خپل اولادونه د تعلیم، سیاست او واک په لارو روان کړل. دې تضاد ګڼې کورنۍ وپاشلې او یوه بشپړه نسل یې بېثباتۍ او محرومیت ته ټېل وهلی دی۔
د پرېکړهکوونکو طبقې تضاد
د شنونکو په وینا، کله چې د یوې ټولنې ځوانان د نورو د جګړو سون توکي ګرځي او پرېکړهکوونکي خپل کورونه او ګټې خوندي ساتي، پایله یې ټولنیز وروسته پاتې والی او درد وي. تاریخ ښيي چې ځینو عناصرو د مالي ګټو په بدل کې جنګي فتواوې ورکړې، خو خپل اولادونه یې لوړو مقامونو ته رسولي، په ځانګړي ډول د پښتنو سیمو ځوانان د همدې جګړو قرباني شوي دي۔
روښانه راتلونکې ته لاره
اوسني حالات غوښتنه کوي چې له تېر څخه عبرت واخیستل شي او ځوان نسل د علم، پوهې او مثبت پرمختګ په لور سوق شي ،د هر ډول بیانیې منلو پر ځای باید تحقیق او د ټولنې ګډه ګټه لومړیتوب وګرځول شي۔
کارپوهان وایي هغه څوک چې د مذهب په نوم د خلکو اولادونه جګړې ته هڅوي خو خپله اولادونه یې په لوړو زدهکړو کې وي، د ټولنې خیرخواه نه بلکې زیان رسوونکی دی. والدین باید خپلو اولادونو ته د وسلې پر ځای کتاب ورکړي، ځکه د ملتونو جوړښت په ښوونځیو کې کېږي۔
اسلامآباد های کورټ کې د ۱۶ کلن جمود د ختمېدو امکان دی