د چین په همکارۍ د جوړې شوې لومړۍ هانګور کلاس اوبتل د پاکستان سمندري ځواکونو په بیړۍ کې په رسمي ډول شامل شوه. د کمیشننګ مراسم په چین کې ترسره شول چې پکې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون وکړ او د سمندري ځواکونو مشر ایډمرل نوید اشرف هم موجود و
ولسمشر وویل چې دا ګام د پاک بحریې د پرمختګ په لاره کې یو تاریخي پړاو دی او پاکستان د خپلې خاورې او سمندري ګټو د دفاع بشپړ وړتیا لري
د سمندري امنیت او نړیوالو لارو اهمیت
د سمندري ځواکونو مشر ایډمرل نوید اشرف وویل چې مهم سمندري لارې د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ لپاره حیاتي ارزښت لري او د هغوی خوندیتوب ډېر مهم دی
د آی اېس پي آر په وینا هانګور کلاس اوبتلونه د عصري ټکنالوژۍ، پرمختللي سونار سیستم او اسټیلټ ډیزاین سره سمبال دي او د اوږدې مودې د اوبو لاندې عملیاتو وړتیا لري
نور ولولئ
صوبایي وزیرانو ویلي چې د بلوچستان اسمبلۍ استازې ده او غړي یې د ولس په رایو ټاکل شوي دي