کوئټه: د بلوچستان اسمبلۍ غړو د غیر استازیتوب ادعا رد کړه او هغه یې یوازې سیاسي شعار وباله
د پی بی-۴۴حلقې استازي میر عبدالاله ګورګیج وویل چې هغه د خپل حلقې د خلکو په رایو منتخب شوی او اسمبلي د ولسي رایو نتیجه ده هغه زیاته کړه چې دا حلقه تل یو فعال انتخابي میدان پاتې شوی او پکې بېلابېلو سیاسي مشرانو انتخابات کړي دي نو اسمبلي غیر استازې نه شي بلل کېدای
صوبایي وزیرانو ویلي چې دوی د ولس په رایو ټاکل شوي او د اسمبلۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستل له حقیقت سره سمون نه لري
صوبایي وزیر نور محمد خان دمړ هم د اپوزېشن دا دریځ رد کړ او ویې ویل چې په بلوچستان کې د استازولۍ د بحران ادعا یوازې سیاسي شعار دی د هغه په وینا هغه کسان چې په انتخاباتو کې ماتې خوړلې همېشه داسې غږونه پورته کوي هغه ټینګار وکړ چې د صوبې ټول استازي د ولس د رایو له لارې ټاکل شوي او د صوبایي کابینې پرېکړې قانوني حیثیت لري
نور ولولئ
د ۲.۴ میلیارده ډالرو د هوايي ډګر د امنیت ادعا تر شا حقیقت څرګند شو