ایراني د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خپل وروستی د پاکستان سفر ډېر بریالی او له ستراتیژیک پلوه ګټور بللی دی هغه ویلي چې په اسلام آباد کې له چارواکو سره د خبرو له لارې د سیمې د سولې او ثبات لپاره نوي فرصتونه رامنځته کېدای شي
ماسکو ته له رسېدو وروسته د رسنیو سره په خبرو کې هغه وویل چې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره د هغو شرایطو او پخوانیو پېښو تفصیلي ارزونه شوې چې له مخې یې د ایران او امریکا ترمنځ ځنډېدلي مذاکرات بیا پیل کېدای شي
د پاکستان منځګړیتوب رول
روښانه ده چې پاکستان په وروستیو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره د یوه مهم “منځګړي” په توګه راڅرګند شوی، چې د عباس عراقچي مثبت څرګندونې یې هم تاییدوي
د پیوټن سره لیدنه
عباس عراقچي وویل چې په ماسکو کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پیوټن سره وګوري، څو د اوسنۍ جګړې وضعیت او نړیوالو مسایلو په اړه همغږي رامنځته کړي. د هغه په وینا، په اوسني نړیوال وضعیت کې د تهران او ماسکو ترمنځ همغږي ځانګړی اهمیت لري
د هرمز تنګي او سیمهییز امنیت
هغه د عمان سفر ته په اشاره وویل چې د هرمز تنګي خوندي تګ راتګ یو مهم نړیوال مسئله ده. ایران او عمان د دې ستراتیژیکې لارې د امنیت او ګډو ګټو لپاره همغږي لري
د شنونکو نظر
سفارتکاري شنونکي دا څرګندونې د پاکستان د زیاتېدونکي دیپلوماتیک رول او اهمیت اعتراف بولي، چې په سیمهییزو خبرو اترو کې د یوه مهم او مسؤل لوبغاړي په توګه راڅرګندېږي