تازه خبرونه

لاهور کې پنجاب فلم سټي، عصري میډیا پروډکشن لوی پروژه

همدارنګه د نړیوالو مراسمو لپاره لوی کنونشن هالونه، میډیا ټریډ هب او د فلم او موسیقۍ ښوونځی هم د دې لوی پروژې برخه دي
د پنجاب د وزیراعلیٰ په وینا، د دې پروژې اصلي هدف د عصري ټکنالوژۍ، نړیوالو معیارونو اسانتیاوو او سرچینو له لارې د هېواد د فلمي صنعت بیا رغونه یقیني کول دي

د پنجاب د وزیراعلیٰ په وینا، د دې پروژې اصلي هدف د عصري ټکنالوژۍ، نړیوالو معیارونو اسانتیاوو او سرچینو له لارې د هېواد د فلمي صنعت بیا رغونه یقیني کول دي

د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نواز د ۵۰ ایکړه په ساحه کې د “پنجاب فلم سټي” د جوړولو اعلان کړی، چې دا به د لاهور په نواز شریف آی ټي سټي کې جوړېږي او د هېواد لومړی بشپړ “اینډ ټو اینډ” میډیا پروډکشن مرکز به وي

عصري فلمي اسانتیاوې

په دې پروژه کې د فلم، ټي وي، انیمیشن او ډیجیټل میډیا لپاره پرمختللي سټوډیوګانې، ساؤنډ سټېجز او پوسټ پروډکشن لابراتوارونه شامل دي، چې له امله به په بهرنیو هېوادونو پورې تکیه کمه شي

لوړې نړیوالې اسانتیاوې

مریم نواز ویلي چې دلته به د شوټنګ لپاره بشپړ سیټونه او مرکزي جهيل جوړېږي. همدارنګه د نړیوالو ایوارډ شوګانو او مراسمو لپاره لوی کنونشن هالونه، میډیا ټریډ هب او د فلم او موسیقۍ ښوونځي هم جوړېږي

اقتصادي او کلتوري اغېز


لاهور کې پنجاب فلم سټي، عصري میډیا پروډکشن لوی پروژه همدارنګه د نړیوالو مراسمو لپاره لوی کنونشن هالونه، میډیا ټریډ هب او د فلم او موسیقۍ ښوونځی هم د دې لوی پروژې برخه دي

دا پروژه به زرګونه دندې رامنځته کړي او د انیمیشن، ګیمینګ او ډیجیټل میډیا په برخو کې به انقلاب راولي. دا به د پاکستان کلتور نړیواله کچه معرفي کړي او تخلیقي اقتصاد ته به وده ورکړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *