د “معرکه حق” په مناسبت د بلوچستان په پلازمېنه کوټه او د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د پاک پوځ سره د یووالي لپاره یو ډیجیټلي کمپاین پیل شوی دی. په کوټه کې د مهمو سیمو لکه DHA، کینټ او نورو مصروفو ځایونو کې په لویو ډیجیټلي سکرینونو ځانګړی پیغام خپرول کېږي
د ملي یووالي پیغام
د دې کمپاین موخه د ملي جذبې لوړول او خلکو ته د یووالي او همغږۍ پیغام رسول دي. د اړوندو ادارو په مرسته دا مواد په عامه ځایونو کې په منظم ډول خپرېږي. له ګوادره نیولې تر نورو ضلعو پورې دا پیغامونه د خلکو ترمنځ خپاره شوي دي
خلکو او پوځ یووالی
په سکرینونو کې ښودل کېدونکی مواد دا څرګندوي چې د خلکو او پوځ ترمنځ اړیکه لا پیاوړې شوې ده. د بلوچستان خلکو د پوځ د دفاعي رول پراخ ملاتړ کړی او دا د ملي یووالي څرګند مثال بلل کېږي
د وفاقي یووالي نښه
دا ډیجیټلي مہم د پاکستان د ټولو صوبو ترمنځ د قوي اړیکو او وفاقي یووالي نښه بلل کېږي. د بلوچستان ګډون پکې دا ښيي چې د هېواد د دفاع او پرمختګ په برخه کې ټول هېواد یو موټی دی او د هر ډول ننګونو مقابله کولو ته چمتو دی