تازه خبرونه

د پي ایس اېل ۱۱ فاینل: وزیراعظم لیدونکو ته اسټیډیم ته د راتګ اجازه ورکړې

د پي سي بي مشر محسن نقوي په وینا، دا پرېکړه د کرکټ مینه‌والو او فرنچایز مالکانو په غوښتنه شوې ده. د پي ایس اېل ۱۱ فاینل به د مې په ۳مه نېټه د لاهور په قذافي اسټیډیم کې ترسره شي
آنلاین ټکټونه د اپرېل ۲۷مه مازیګر ۴ بجې، او فزیکي ټکټونه د اپرېل ۲۸مه سهار ۱۰ بجې له ۱۸ مرکزونو څخه ترلاسه کېدای شي

آنلاین ټکټونه د اپرېل ۲۷مه مازیګر ۴ بجې، او فزیکي ټکټونه د اپرېل ۲۸مه سهار ۱۰ بجې له ۱۸ مرکزونو څخه ترلاسه کېدای شي

وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان سپر لیګ (PSL) د ۱۱م ایډیشن فاینل لپاره تماشچیانو ته د اسټیډیم ته د راتګ رسمي اجازه ورکړې ده. د پي سي بي مشر محسن نقوي په وینا دا پرېکړه د کرکټ مینه‌والو او فرنچایز مالکانو په غوښتنه شوې ده

د فاینل نېټه او ځای

د پي ایس اېل ۱۱ فاینل به د مې په ۳مه نېټه د لاهور په قذافي اسټیډیم کې ترسره کېږي. د دې مهمې سیالۍ لپاره د ټکټونو د خرڅلاو مهالویش هم اعلان شوی دی

د ټکټونو خرڅلاو او بیې

د پي سي بي د اعلامیې له مخې آنلاین ټکټونه به د اپرېل په ۲۷مه د مازیګر ۴ بجې څخه ویب‌سایټ کې موجود وي، او له اپرېل ۲۸مې د سهار ۱۰ بجو څخه به په لاهور کې له ۱۸ ټاکل شوو مرکزونو څخه فزیکي ټکټونه ترلاسه کېدای شي. د ټکټونو بیې له ۱۵۰۰ روپیو څخه پیل کېږي او تر ۱۲ زره روپیو پورې رسېږي

د حکومتي لارښوونې

وزیراعظم د ټکټونو د اجازې ترڅنګ په هېواد کې د کفایت شعاري (لګښت کمولو) مہم د سخت پلي کېدو لارښوونه هم کړې ده، څو د دولتي لګښتونو کنټرول وساتل شي

Related Articles

د ایران هغه استازي چې تهران ته ستنېږي، د مهمو موضوعاتو له مشورې وروسته به بیا اسلام‌آباد ته راشي، څو د خبرو اترو بهیر پر مخ یوسي

April 26, 2026

د افغانستان لپاره اصلي ننګونه دا ده چې د خپل دیپلوماتیکو ګټو، فکري بیانیې او اقتصادي اړتیاوو ترمنځ توازن رامنځته کړي، ځکه په اوسنیو حالاتو کې باثباته سیمه‌ییزې اړیکې د هېواد د بقا لپاره اړینې دي

April 26, 2026

هندي شبکې هڅه کوي چې پاکستان په بهرني ډګر کې یوازې کړي او په هېواد دننه د دولتي ادارو پر ضد نفرت خپور کړي. خلکو ته سپارښتنه شوې چې له داسې شکمنو سوشل میډیا کمپاینونو ځان وساتي

April 26, 2026

د جلسې حالت داسې و چې له ۳۰۰ څخه زیاتې څوکۍ تشې پاتې شوې، چې د پي ټي آی دا دعوه یې تر پوښتنې لاندې راوستله چې ګواکې لا هم له خیبر پښتونخوا بهر د خلکو راټولولو پخوانی ځواک لري

April 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *