تازه خبرونه

پاکستان خپل ای او-۳ سیټلایټ په بریالیتوب فضا ته واستاوه

سپارکو د مقامي کچې جوړ شوی “الیکټرو آپټیکل سیټلایټ (ای او-3)” په بریالیتوب سره فضا ته واستاوه، او وزیر اعظم دا لاسته راوړنه د هېواد د پرمختګ لپاره یو مهم پړاو وباله
پاکستان خپل ای او-۳ سیټلایټ

پاکستان خپل ای او-۳ سیټلایټ

پاکستان د فضایي څېړنو په ډګر کې یوه نوې تاریخي لاسته راوړنه ثبت کړه. سپارکو یو پرمختللی مقامي جوړ شوی “الیکټرو آپټیکل سیټلایټ (EO-3)” د چین د تایوان سیټلایټ لانچ سنټر څخه په بریالیتوب فضا ته واستاوه آئی ایس پی آر دا لانچ د هېواد د تخنیکي وړتیا او خودکفالت لور ته یو لوی ګام وباله

موخې او ګټې


د آئی ایس پی آر له مخې EO-3 سیټلایټ د پاکستان د فضایي سفر یو مهم پړاو دی. دا پرمختللی سیټلایټ به د ځمکې انځورونه او څارنې معلومات برابر کړي، چې په ښاري پلان جوړونه، د طبیعي افتونو مخنیوي، غذایي امنیت او چاپېریالي ساتنې کې مهم بدلونونه راوستلای شي دا ټیکنالوژي د ملي لومړیتوبونو په ترلاسه کولو او دوامداره ټولنیز-اقتصادي پرمختګ کې کلیدي رول لري

د وزیراعظم ستاینه


د دې تاریخي پرمختګ په مناسبت د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف د سپارکو انجینرانو او ساینسپوهانو هڅې وستایلې او دا یې د پاکستانی ماهرینو د عزم څرګند ثبوت وباله. هغه د فضایي ټیکنالوژۍ په برخه کې د پاکستان سره د اوږدې مودې همکار هېواد چین ځانګړې مننه هم وکړه

راتلونکی اغېز


د EO-3 سیټلایټ په بریالیتوب سره پاکستان د ځمکې د څارنې نظام نور هم قوي او منظم شو. دا ټیکنالوژي به د معلوماتو په راټولولو کې مرسته وکړي او د حکومت د تصمیم نیونې او پلان جوړونې پروسې به لا اغېزمنې کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *