په کابل کې د افغانستان اتباعو لپاره د هند ویزې ترلاسه کول ستونزمن شوي، چې له امله یې د سفر پر پالیسیو بحثونه زیات شوي دي
د شاپور زدران قضیه
دا موضوع هغه وخت نوره هم ښکاره شوه کله چې افغان کرکټر شاپور زدران ته د ویزې په ترلاسه کولو کې ستونزې رامنځته شوې، وروسته نورو کسانو هم خپلې ستونزې بیان کړې متاثره کسان وایي چې دوی د درملنې، تعلیم او سپورتي سفرونو له مهمو فرصتونو بېبرخې کېږي.
سفارت او سیسټم ستونزې
کارپوهان وایي په افغانستان کې د هندي سفارت محدود فعالیت او آنلاین سیستم ته محدود لاسرسی دا پروسه لا پېچلې کړې ده دا وضعیت د ویزا پالیسۍ په اړه بحثونه زیات کړي، چې ځینې یې سیاسي او امنیتي عوامل بولي او ځینې یې اداري ستونزې ګڼي متاثره کسانو غوښتنه کړې چې د ویزې پروسه دې شفافه او اسانه شي، په ځانګړي ډول د زدهکوونکو، ناروغانو او لوبغاړو لپاره