تازه خبرونه

په لکي مروت کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال مطلوب کمانډر “عقابي” له خپل ملګري سره وژل شوی دی

په لکي مروت کې د پولیسو عملیاتو پر مهال مطلوب کمانډر له ملګري سره وژل شوی، یو پولیس سرتېری شهید شوی او لټون روان دی
د لکي مروت پولیس لوی عملیات ترسره کړي، چې د اخوندان په ځنګلونو کې د “فتنہ الخوارج” ترهګرو سره سخته نښته شوې ده

د لکي مروت پولیس لوی عملیات ترسره کړي، چې د اخوندان په ځنګلونو کې د “فتنہ الخوارج” ترهګرو سره سخته نښته شوې ده

د لکي مروت پولیسو د اخوندان په سرحدي ځنګلونو کې د ترهګرو د موجودیت د خفيه معلوماتو پر اساس لوی هدفموند عملیات ترسره کړي دي

سخته نښته او د دوو ترهګرو وژل کېدل

د عملیاتو پر مهال د پولیسو او د “فتنہ الخوارج” ترهګرو ترمنځ سخته نښته وشوه، چې په نتیجه کې دوه ترهګر وژل شوي دي. په همدې نښته کې یو پولیس سرتېری عتیق الرحمن هم شهید شوی دی

مطلوب کمانډر هم وژل شوی

د پولیسو په وینا، وژل شویو ترهګرو کې یو ډېر مطلوب کمانډر عامر سهیل عرف “عقابي” عرف “عمر خطاب” شامل دی، چې په ټارګټ کلنګ او نورو سختو جرمونو کې مطلوب ونور ترهګر د ځنګلونو له لارې د خپلو زخمي ملګرو سره تښتېدلي دي، او د هغوی د نیولو لپاره پراخ لټون عملیات روان دي

د لکي مروت پولیس چارواکي وایي چې پولیس د ترهګرۍ د ختمېدو لپاره ژمن دي او د شهید عتیق الرحمن قرباني به هیره نه شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *