دوشنبه: د تاجکستان امنیتي ځواکونو له افغانستانه د غیر قانوني تګ هڅه ناکامه کړه او دوه افغان د نشه يي توکو قاچاقبران یې ووژل
د راپور له مخې چارواکي وايي دواړو کسانو د فرخور ولسوالۍ ته نږدې د پولې اوښتو هڅه وکړه، ځواکونو عملیات وکړل او دواړه ووژل شول، شاوخوا ۲۵ کیلو نشه يي توکي هم ترلاسه شول
امنیتي ادارې وايي دا عملیات د سرحدي څارنې عادي برخه ده او د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره سخت اقدامات روان دي، وروستیو کې له افغانستانه د قاچاق او جرمي کسانو ننوتل زیات شوي
ماهرین وايي د افغانستان سیاسي اقتصادي او امنیتي حالت د ګاونډیو هېوادونو اغېزمن کړی او د نشه يي توکو قاچاق لویه ستونزه ده، د منځنۍ اسیا هېوادونه پرې اندېښمن دي
د تاجکستان او افغانستان ترمنځ شاوخوا ۱۳۷۰ کیلومتره اوږده پوله ده چې ډېره برخه یې غرني سیمې دي او څارنه یې سخته ده