تازه خبرونه

شمالي وزیرستان کې د نفوذ هڅې پر مهال د وزیرستان نژاد ټي ټي پي ترهګر ووژل شو

د امنیتي سرچینو له مخې وژل شوی سختدریځ عبداللہ جان (ابو دجانه) د پکتیا ګردیز اوسېدونکی و، چې له خوست څخه پاکستان ته د داخلېدو هڅه کوله او له ټي ټي پي سره تړاو درلود

شمالي وزیرستان: د پاک-افغان پولې پر سر امنیتي ځواکونو پر وخت عملیات ترسره کړل او د نفوذ هڅه یې ناکامه کړه، چې په پایله کې له ممنوعه ټي ټي پي ډلې سره تړلی یو افغان سختدریځ ووژل شو

د امنیتي سرچینو له مخې وژل شوی سختدریځ د عبداللہ جان عرف ابو دجانه په نوم پېژندل شوی، چې د افغانستان د پکتیا ولایت د ګردیز ولسوالۍ اوسېدونکی و. ویل کېږي هغه له ټي ټي پي سره تړاو درلود او د خوست له سیمې څخه پاکستان ته د داخلېدو هڅه کوله

سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو په وخت عملیات وکړل او د نفوذ هڅه یې شنډه کړه، چې د نښتې پر مهال سختدریځ ووژل شو

د چارواکو په وینا د وژل شوي سختدریځ مړی د افغانستان په خاوره کې پاتې شوی و، چې وروسته د افغان طالبانو چارواکو د هغه کورنۍ ته وسپاره

سرچینو زیاته کړې چې د عبداللہ جان د جنازې لمونځ د اپرېل په ۱۳مه په افغانستان کې ادا شوی و، چې سیمه‌ییزو خلکو پکې ګډون کړی وامنیتي چارواکي وایي چې د پاک-افغان پولې پر سر د نفوذ هڅې دوام لري، خو ځواکونه بیدار دي او د هر ډول ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات کوي.

یادونه ده چې پاکستان څو ځله له افغان چارواکو غوښتي چې خپله خاوره د ترهګرۍ لپاره د کارېدو څخه وساتي، ترڅو د سرحدي سیمو امن او ثبات یقیني شي

طالبانو د آغا جان معتصم د نیونې له خبر څخه د پام اړولو لپاره د حسن خټک ناسم خبرونه خپاره کړل

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *