تازه خبرونه

نړیوال بانک پاکستان د جنوبي اسیا پر ځای د منځني ختیځ او شمالي افریقا په ډله کې شامل کړی

د پاکستان اقتصاد، انرژۍ اړتیاوې، مالي اړیکې، کاري ځواک او سفارت اوس له منځني ختیځ او لوېدیځې اسیا سره ډېر تړلي دي او نړیوالې ادارې یې پراخ چوکاټ کې ګوري
دا بدلون د رسمي اعلان پر ځای اسنادوکې ښکاره شو، پاکستان افغانستان لویدیځاسیا برخه کې

دا بدلون د رسمي اعلان پر ځای اسنادوکې ښکاره شو، پاکستان افغانستان لویدیځاسیا برخه کې

اسلام‌آباد: نړیوال بانک پاکستان د خپلې دودیزې جنوبي اسیا له درجه‌بندۍ څخه ایستلی او د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په نوي سیمه‌ییز چوکاټ کې یې شامل کړی دی، چې کارپوهان یې مهمه خو تخنیکي بدلون بولي

د موجودو معلوماتو له مخې دا بدلون د کوم رسمي لوی اعلان پر ځای د ادارې په معلوماتي او تحلیلي اسنادو کې څرګند شوی، چیرې چې پاکستان او افغانستان اوس د جنوبي اسیا پر ځای د لوېدیځې اسیا د پراخې سیمې برخه ښودل شوي دي

د بدلون ماهیت او تحلیل


کارپوهان وایي چې دا اقدام جغرافیایي یا سیاسي بدلون نه دی بلکې یو اداري او تحلیلي سمون دی، چې هدف یې د هېوادونو اقتصادي، امنیتي او سیمه‌ییزو اړیکو ښه درک دی.تحلیل کوونکي وایي د پاکستان اقتصاد، د انرژۍ اړتیاوې، له خلیجي هېوادونو سره مالي اړیکې، د کاري ځواک لېږد او سفارتي اړیکې اوس تر پخوا ډېر له منځني ختیځ او لوېدیځې اسیا سره تړلي دي، نو نړیوالې ادارې یې په پراخ چوکاټ کې ارزوي

راپور کې دا هم ویل شوي چې پاکستان ځان د داسې هېواد په توګه وړاندې کوي چې د جنوبي اسیا، خلیج، منځنۍ اسیا او عربي سمندر ترمنځ د اړیکې رول لوبولی شي، چې کارپوهان یې “پل‌نما اقتصاد” بولي.

سعودي عرب، متحده عربي امارات او قطر د پاکستان مهم مالي او سفارتي شریکان دي، او میلیونونه پاکستانیان په خلیجي هېوادونو کې کار کوي او د پیسو لېږد له لارې د هېواد اقتصاد ته مرسته رسوي

د پاکستان سیمه‌ییز تړاوونه

کارپوهان وایي له دې نوي درجه‌بندۍ وروسته به پاکستان د نړیوال بانک په راپورونو او اقتصادي پرتله‌کوونکو تحلیلونو کې له جنوبي اسیا پر ځای د دې نوې سیمې له هېوادونو سره زیات ونښلول شي، چې د هغه پر نړیوال اقتصادي موقعیت اغېز کولی شي

خو شنونکي ټینګار کوي چې دا بدلون د پاکستان جغرافیایي یا کلتوري پېژندنه نه بدلوي؛ پاکستان به تل تاریخي او ټولنیز ډول د جنوبي اسیا برخه پاتې وي او دا یوازې یو اداري او تحلیلي لیدلوریکارپوهان دا پرمختګ د پاکستان د بدلیدونکي اقتصادي او ډیپلوماتیک لوري د اعتراف په توګه هم ګوري، چیرې چې هېواد نور یوازې د جنوبي اسیا په چوکاټ پورې محدود نه دی بلکې پراخ سیمه‌ییز رول ترسره کوي

صهیونیستي اجنټ امجد طه د ایران ضد پروپاګند کې د پاکستان بحري بېړۍ تګ راتګ ته “سمندري ترهګري” ویلي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *